1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په مخ پر ډیریدونکي ډول ځوانان هم په کرونا اخته کیږي

۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه

ځوانان میلې او پارټۍ نیسي او اکثره خپلو ځانو ته پام نه کوي. خو ځوانان هم د کرونا ویروس ځخه خلاص نه دی: همدااوس د الماني روغتونو په عاجلو سرویسونو کي په کرونا اخته ډیر ځوانان تر معالجې لاندي دي.

https://p.dw.com/p/3ZqGa
Coronavirus in USA Party in Myrtle Beach
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Sun News/J. Lee

تر ټولو ځوان په کرونا ویروس اخته تقریبأ شل کلن کسان وه. د مونشن د شوابیګ کلینیک ډاکتر،کلیمینس وینتنر وايي،چي موږ مجموعأ د ټولو عمرونو خلک په هغوی کي وینو ، بې تفاوته ده، چي که هغوی په عاجل یا عادي سرویس کي تر معالجې لاندي وي. وینتنر په دغه کلینیک کي د همدې عیسوي کال د جنورۍ په اخره کي په کرونا اخته یو مریض معالجه کړ.

هغه دا خبرداری ورکوي، چي ځوانان هم د دې څخه نه دي خلاص، چي په کرونا اخته نه سي. ځکه نو»باید ټوله صحي اقدامات او مقررات په نظر کي ونیول سي.« هغه ومنله، چي  د کرونا د نوي ویروس په اړه خطر په اول سر کي چنداني په پام کي ونه نیول سو او توجه وروانه وښته، هم د سیاستمدارانو او هم ساینس پوهانو له خوا.

جهاني صحي سازمان: تاسي نه ماتیدونکي نه یاست

د زړو او ناروغو کسانو تر څنګ ،چي د ډیر خطر سره مخامخ دي، په عمومي ډول سره جوړ کسان هم، چي سږو ته یې تاوان رسیدلی وي، لکه سګریټ کشان او په نفس تنګۍ اخته کسان هم ژر په کرونا ویروس باندي اخته کیدلای سي. خو هغه کسان، چي شکره لري او یا یې د ویني فشار لوړ وي، هغوی هم د کرونا د خطر سره مخامخ دي. که هغوی ځوانان هم وي. وینتنر همدرانګه وویل، چي په لابراتوارو کي تجربې او د ساري امراضو نورو ماډلونه تر یوه حده پوري بیانوي، چي د مکتبو پر تړل کیدو او مغازو باندي ددغه ویروس تأثیرات درې اوونی لا دوام وکړي.

جهاني صحي سازمان هم اوس د ځوانانو څخه غوښتي دي، چي د کرونا د بحران پر وخت پرازاد تګ راتګ باندی بندیزونه او محدودیتونه په جدی ډول سره مراعت کړي. ددغه سازمان عمومي منشي، تیدروس ادهانوم په ژنیو کي وویل، چي زه»د ځونانو له پاره یو پیغام لرم او هغه داچي تاسي هم نه ماتیدونکی او شکست ناپذیره نه یاست.«که څه هم د زړو خلکو لپاره  خطر ډیر دی، چي په کرونا ویروس باندي دي اخته سي، خود دغه ویروس سره تاسي هم اوونی اوونی لاس او ګریوان  کیدلای سئ. هغه کیدلای سي، تاسي هم له منځه یوسي او مړه سئ.