1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیبیا کې د مهاجرو پر کمپ خونړی برید شوی

۱۳۹۸ تیر ۱۲, چهارشنبه

په لیبیا کې د افریقایي مهاجرو پر یوه کمپ د هوایي برید په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي. ویل کیږي چې په دې برید کې ډیرو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده. آیا د لیبیا یاغي جنرال خلیفه حفتر ځواکونه د دې برید مسئول دي؟

https://p.dw.com/p/3LUWS
Libyen Luftangriff Tajoura Detention Center bei Tripolis
انځور: Getty Images/AFP/M. Turkia

د رسنیو د رپوټونو په حواله د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د مهاجرو پر یوه کمپ د برید په پایله کې شاوخوا ۴۰کسان وژل شوي دي. د ژغورونکي عملې ویاند ویلي دي چې دوه برابره نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د هغه په خبره دا لومړي معلومات دي او د تلفاتو شمیرې کیدای شي تر دې ډیر لوړ وي. یوه خبریال ویلي دي: «کیدای شي ډیر مړي تر ویجاړیو لاندې پراته وي.»

په «تاجوره» مهاجر کمپ کې د سوډان، ایرتیریا او سومالیا هغه کډوال او پناه غوښتونکي ځای پرځای شوي دي چې د اروپا د لارې په مسیر کې په لیبیا کې نیول شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو په پرله پسې ډول په دغو کمپونو کې وضعیت غیر انساني بللی دی.

د مهاجرو د دغو کمپونو مسئولین د دې برید پړه د یاغي جنرال خلیفه حفتر پر ځواکونو ور اچوي. جنرال حفتر د لیبیا ملي پوځ   (LNA)په نوم د ملیشه ډلې مشري کوي.

د جنرال حفتر پلوي رسنیو د سه شنبې په ورځ (جولای میاشتې ۲ مه نیټه) ماښام په طرابلس او تاجوره کې د یو لړ هوایي بریدونو خبر ورکړی وو.

د واک پر سر نا څرګنده جګړه

د لیبیا د پوځ یاغي جنرال خلیفه حفتر پورې اړوندو ځواکونو د اپریل میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو له خوا د لیبیا د په رسمیت پيژندل شوي حکومت مقر طرابلس د نیولو په موخه پوځي عملیات پیل کړل. له هغه وخت راهیسې حفتر ته وفاداره ځواکونو او پوځي واحدونو پر پلازمېنې طرابلس د کنترول ترلاسه کولو له پاره شدیده جګړه پیل کړې ده.

دغه یاغي جنرال د لیبیا د بحراني هیواد په ختیځ کې د حکومت د مخالفو ځواکونو ملاتړ کوي. په اوس وخت کې د لیبیا د شخړې د سیاسي حل له پاره امیدواري ډیره کمه ده.

wa/stu (afp, dpa, rtr)/sn/nz