1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کي نوي کابينې لوړه وکړه

۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16jvk

په ليبيا کي د نوي حکومت د جوړولو پر سر تر څو اوونيو خبرو اترو وروسته د دغه هيواد د لومړي وزير علي زيدان په مشرۍ نوي کابينې د وفادراۍ لوړه کړې ده.زيدان چي د اکتوبر په مياشت کي د دغه هيواد د صدراعظم په توگه وټاکل سو. مهم وزارتونه ئې بې طرفو خلکو ته ورکړي دي. په دغه ناارمه هيواد کي تراوسه پوري د کورنيو چارو وزارت چوکۍ چاته نه ده ورکړل سوې. د رسنيو د معلوماتو له مخي هغه کسان چي دغه چوکۍ ته معرفي سوي ول، په دې ونه توانېدل چي د ټاکل سوي کمېسيون پوښتنو ته جواب ووايي. دغه سياتوال د معمرالقذافي له رژيم سره په اړيکو تورن سوي دي.