1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په لغمان کې د هاوان مرمۍ څلور کسان وژلي

۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبه

د لغمان ولایت چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ په دې ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګیدو په پایله کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او افغان حکومت د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/3cgoi
Karte Afghanistan Provinz Laghman Deutsch
انځور: DW

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۲۴مه نیټه) په شرقي لغمان ولایت کې ځايي چارواکو وویل چې نن د یکشنبې په ورځ او د اختر په لومړۍ ورځ د دې ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د هاوان د یوې مرمۍ د لیګیدو په نتیجه کې لږ تر لږه څلور تنه ملکیان وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي، د آلمان خبري آژآنس ته د پیښې د تائید ترڅنګ وویل چې په دې پیښه کې اوه تنه نور بیا ټپیان شوي دي. د دولتزي په خبره د پیښې د څیړلو په موخه یو هیات ګمارل شوی دی ترڅو معلومه کړي چې د هاوان مرمۍ د چا له لوري فیر شوې ده.

طالبان په لغمان ولایت او د دې ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په یو شمیرو سیمو کې پراخ حضور لري او په دې وروستیو ورځو کې یې په دغه سیمه پر افغان امنیتي ځواکونو هم یو شمیر خونړي بریدونه کړي دي.

دغه پیښه داسې مهال رامنځ ته کیږي چې طالبانو او افغان حکومت د اختر د دریو ورځو له پاره د اوربند اعلان وکړ. بل لوري ته ملګرو ملتونو په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې د روان کال په اپریل میاشت کې طالبانو په افغانستان کې ۲۰۸ ملکیان وژلي او زیاتوي چې په دې موده کې بیا افغان حکومتي ځواکونه د ۱۷۲ ملکیانو د وژلو مسوولیت لري.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت د جګړو د بندولو غوښتنه کړې او پر دواړو لورو یې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غږ کړی.