1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې د استخباراتو پر موټر چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ مهر ۲۳, چهارشنبه

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د امنیې قومندانۍ د استخباراتو پر موټر چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3juP9
Afghanistan PK Gulbuddin Hekmatyar
انځور: DW/O. Deedar

چاودنه نن د چهارشنبې د سهار پر شاوخوا نهه نیمي بجې د مهترلام ښار په عصمت څلورلارې کې شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د دې خبر په تائید سره زیاته کړې ده چې چاودنه د یوه نښلېدونکي ماین په واسطه شوې ده چې له ټپي پولیس افسر پرته د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر صمدعلي دویچه وله ته وویل، د چاودنې له ځایه د مهترلام ولایتي روغتون ته تر اوسه درې جسدونه او څوارلس زخمیان وروړل شوي دي.

دی وايي، ځینې ټپيان تر لومړۍ درملنې وروسته کورونو ته استول شوي، خو ځینې لا هم تر درملنې لاندې دي او د یوه روغتیايي حالت هم نازک دی.

د پېښې عیني شاهدان وايي، کله چې د پولیسي استخباراتو موټر له سیمې تېرېدی، چاودنه پرې شوې ده.

د پېښې عیني شاهد او ټپي ادم خان، چې معلم دی وايي چې درملعمین ته پر لاره وو چې پر یوه رنجر موټر چاودنې کې زخمي شو. هغه وويل چې د پېښي په ځای کې یې ډېر په وینو لژند کسان وليدل.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

په تېرو دوو اونیو کې دا په لغمان کې څلورمه چاودنه ده، چې ګڼ شمېر ملکي وګړیو ته پکې مرګ ژوبله اوړي. يوه اونۍ وړاندې لومړی موټر بم برید پر والي رحمت الله یارمل، ورپسې د ولایتي شورا پر رئیس او درېمه هغه د دولت شاه پر ولسوال شوې وه، چې ولسوال سید شریف پاچا پکې هم ووژل شو.

اميد ديدار/ننگرهار