په لبنان کې وسلوالې ډلې شل کسان برمته کړي دي
۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبهاعلان
په لبنان کې یوې شیعه وسلوالې ډلې د چهارشنبې په ورځ له شلو څخه زیات کسان برمته کړل. د برمته شوو کسانو په ډله کې یو ترکۍ، یو سعودي عربۍ او ځینې سوریایان هم شامل دي. دغه وګړي د لبنان په هغه سیمه کې برمته شوي دي چې د حزب الله له خوا کنترولیږي.
له دې سره داسې اندیښنې رامنځ ته شوي دي چې کیدایي شی مذهبي نښتې له سوریې څخه لبنان ته هم وغځیږي. په همدې حال کې سعودي عربستان، عربي اماراتو او قطر په لبنان کې له خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي دي چې له دې هیواد څخه ووځي. دغه هیوادونه په سوریې کې له سونې پاڅونکوونکو څخه ملاتړ کوي.