په لبنان کښې د زمریانو د قاچاق ختمیدلولو هڅه
په لبنان کې د حکومتوالي ستونزې، اقتصادي کړکیچ او د دې هیواد فرهنګ د لبنان ژوبڼ د څارویو په ځانګړې توګه زمریانو د قاچاق له پاره زمینه برابره کړې ده. خو په وروستیو وختونو کې یوه ډله غواړي دغې کار ته د پای ټکی کیږدي.
د بډایو خکلو د لوبو سامان
په دې هیواد کښې د څارویو د حقونو مدافع ډله وايي چې د لبنان په ژوبڼ کې د زمریانو د زیږدنې له پاره هیڅ راز اسانتیاوې نه شته او کله چې وزیږیږي بیا د دوی راتلونکی نامعلومه وي. په داسې حال کې چې د لبنان ګڼ شمیر خلک ژوبڼ ته د داخلیدو له پاره درې یورو نه شي ورکولای، د دې هیواد زیاتره ژوبڼ د زمریو، چیتا او پړانګانو له خرڅلاو څخه ډیرې پیسې ګټي.
د څارویو له پاره کمپاین
جسن میر د «Animals Lebanon» یا په لبنان کې د څارویو د حقونو د مدافع ډلې مشر، دی. هغه دویچه ویله ته وویل: «زیاتره دغه څاروي له ژوبڼ څخه راوړل کیږي او له همدې امله موږ په دې باندې تمرکز کوو.» هغه وايي چې ژوبڼ باید څاروي ونه پلوري او د دې کار د مخنیوي له پاره دولت یو نوی قانون تصویب کړ چې د څارویو د قاچاق مخه ونیسي.
دردناکه کیسه
یوه وړوکې زمرۍ چې په سمه توګه نه ساتل کیده او نه ورته خواړه ورسیدل، وژغورل شوه. له عملیات او ډیرو هڅو وروسته هم دغه زمرۍ ونه ژوندۍ پاتې نه شوه. د څارویو د حقونو ډله وايي چې هر حیوان چې له ژوبڼ څخه ایستل کیږي د دوو کلونو وروسته ژوندی نه پاتې کیږي.
د بیزوګانو کمښت
د لبنان ژوبڼ په بد وضعیت کې دي او د څارویو د حقونو د ډلې په حواله حیوانات هم په ډیر بد حالت کې ساتل کیږي او زیاتره د خوړو، څښاک اوبو او سیورې له کمښت سره مخامخ وي. په انځور کې د زازو ښار ژوبڼ لیدل کیږي چې دوه زمري او یو پړانګ په کې ژوند کوي او دغه ژوبڼ له مالي ستونزو سره مخ دی.
د اوبو پل
په دغه ځای کې د هیلیو له پاره ان اوبه نه شته نو څنګه به د نورو څارویو ساتل ممکن وي. د څارویو د حقونو ډله په دې باور ده چې په روان اقتصادي بحران کې د ژوبڼ مالکان د ټکټونو د خرڅلاو له پاره هیڅ علاقه نه لري ځکه دوی د زمریانو په خرڅولو شاوخوا ۱۰ زره ډالر عاید ترلاسه کوي.
د څار نه شتون
د ژوبڼ د حیواناتو ژوند هغه وخت له خطر سره مخ کیږي چې یو هیواد او یا یوه سیمه له حکومتي ستونزو سره لاس او ګریوان وي. د دغه پړانګ په ګډون چې لزیز نومیږي نور ګڼ شمیر څاروي د «د نړۍ تر ټولو بد ژوبڼ» څخه چې د غزې ژوبڼ دی او د جګړو او لارې بندیدو له امله له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي دي.
د لبنان حکومت په دې هکله اقدامات کوي
د زمري دغه بچی له یو ژوبڼ څخه ایستل شوی ترڅو د تلویزون د یوې خپرونې له پاره ترې کار واخیستل شي. زیاتره د زمري بچیان پر خلکو پلورل کیږي. خو کیدای شي دا ورځې نور پای ته ورسیږي، ځکه د لبنان د کرنې وزیر اکرم چهیاب، ژمنه کړې چې له ټولو قانوني لارو به کار واخلي څو له قاچاق چیانو څاروي ونیسي او په شخصي هټیو کښې یې د خرڅلاو مخه ونیول شي.
د ماشومانو له پاره
مالداره کورنۍ پرته له دې چې وپوهیږي چې کله زمري لوی شي څنګه یې پاملرنه وکړي، د خپلو لوڼو او زامنو له پاره د زمري کوچني بچیان را نیسي. زیاتره دغه ماشومان د خپلو زمریانو انځورونه په ښوونځیو کې نورو ټولګیوالو ته ښيې او بیا وروسته د څارویو د حقونو ډله خبريږي چې وروسته د زمریانو د ژغورنې له پاره لازمي چارې پرمخ بیایي.
د بیزوګانو سوداګري
د لبنان حکومت د دې هیواد ټولو ژوبڼو ته وخت ټاکلی څو خپلې چارې منظمې کړي او په دې هکله «Animals Lebanon» ډله کار کوي. د میر په عقیده دغه نرمه کړنلاره به په اوږده موده کې ښې پایلې ولري. د اروپايي اتحاديي مالي تمویل هم مرسته کړې او له اروپا څخه ژوبڼ پوهان دې هیواد ته لیږل شوي ترڅو د لبنان د ژوبڼ چارواکو سره ګډ کار وکړي.