په لبنان کي يوې چاودني نهه کسان وژلي دي
۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبهاعلان
د لبنان په ختیځ کې د حزب الله تر کنترول لاندې سیمه کې د څو چاودنو له امله لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي. د امنیتي ځواکونو په حواله په دغه پېښه کې اووه تنه نور ټپیان شوي هم دي چې په هغو کې څلور تنه سوریایي کارګر هم شامل دي.
د دغه ځای اوسیدونکو ویلي دي چې په دغه سیمه کی د وسلو یو ګدام چې په یوه غیر مسکوني سیمه کی پروت وو چاودلی دئ. همدارنګه حزب الله هم د وسلو او مهماتو په یوه ګدام کې د چاودنې خبر منلی دئ.
دغې ډلې د تلویزیون له لارې دا هم ویلي دي چې په دې پېښه کې د هغوی درې تنه جنګیالي هم وژل شول شوي دي. دغې سیمې ته د حزب الله د مرکز په سترګه کتل کیږي چې د ایران او سوریې د رهبرانو له خوا ئې ملاتړ کیږي.