1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستقزاقستان

په قزاقستان کې له وخت څخه مخکې انتخابات

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

په قزاقستان کې یکشنبه د نومبر ۲۰مه له وخت څخه مخکې انتخابات ترسره کیږي. داسې ښکاري چې برحاله ولسمشر په دغو انتخاباتو کې د خپلو لږ پيژندل شوو رقیبانو پر وړاندې بریالی او يوه بله دوره هم د ولسمشر په توګه پاته شي.

https://p.dw.com/p/4JmXG
Wahlen in Kasachstan
انځور: Vyacheslav Osledko/AFP/Getty Images

د قزاقستان ولسمشر، قاسم ژومات توقایف چې روان کال له ناآراميو او خونړیو چاودنو سره مخ شو، د يکشنبې ورځې په انتخاباتو کې له خپلو پنځو سیالو نوماندانو سره سیالی کوي. د هغه رقیبان د انتخاباتي کمپاینونو په يوه لنډه دوره کې چې د اکتوبر په وروستیو کې پيل شوه، لږ وخت درلود تر څو د موجوده ستونزو او خپلو برنامو په هکله مهمې څرګندونې ولري.

توقایف چې ظاهراً ډاډمن وو چې د خپلو رقیبانو پر وړاندې ډير قوی دی، له تلویزیوني مناظرې څخه ېې ډډه وکړه.

قزاقستان او ازبکستان ته د بېربوک د سفر هدف څه دی؟

په قزاقستان کې د یوې ۷کلنې دورې له پاره انتخابات په داسې حال کې ترسره کیږي چې توقایف له خپل پخواني متحد روسېې څخه د فاصلې د حفظ په مقصد یو لړ اقدامات ترسره کړي دي. هغه په اشاره يي شکل ويلي دي چې هیواد ېې د اوکراین هغه سېمې چې روسېې د خپلواکو هیوادونو په توګه اعلان کړي، په رسیمت نه پيژني.

د اسوشتید پریس په حواله، قزاقستان په لسونو زره هغه روسان منلي دي چې په سپتمبر مياشت کې د ولاديمیر پوتين د پوځي قسمي بسيج تر فرمان وروسته له هیواده تښتيدلي دي.

د قزاقستان پلازمينه آستانه
د قزاقستان پلازمينه آستانهانځور: Valery Sharifulin/TASS/dpa/picture alliance

توقایف په ۲۰۱۹م کال کې د نورسلطان نظربایوف تر استعفا وروسته ولسمشر شو او نظربایوف بیا د ملي امنیت شورا د رئيس په توګه د ډير نفوذ لرونکی په توګه پاته شو. هغه د پلازمېنې نوم هم له آستانه څخه په خپل ویاړ «نورسلطان» ته بدل کړ.

په فضا کې روسي او امریکايي ستورمزلي یو بل ته غیږې پرانیزي

تر هغه وروسته په جنوري میاشت کې د سختو تاوتريخوالو څپه خپره شوه چې دغه هیواد ته ېې سخت ټکان ورکړ. اعتراضونه په ابتدا کې د سوند موادو د بېې د لوړيدو پر ضد پيل شول خو وروسته پراخ او سیاسي رنګ ېې واخیست. اعتراض کونکو نظربایوف ته په اشارې د «بوډا سړيه وځه» شعارونه ورکول. له ۲۲۰ څخه ډير کسان هم ووژل شول چې اکثریت ېې اعتراض کونکي ول.

په دې منځ کې توقایف، نظربایوف د ملي امنیت شورا له څوکۍ لرې کړ. هغه همدارنګه د پلازمېنې نوم هم بېرته خپل پخواني نوم آستانه ته راوګرځاوه او د قزاقستان پخوانی پارلمان چې د یو قانون له مخې ېې نظربایوف او د هغه کورنۍ ته مصونیت ورکړی وو هم لغوه کړ.

قزاقستان کې وضعيت له کنتروله وتلی

قاسم ژومات توقایف، وروسته يو لړ اصلاحات تر سره کړل چې پکې د پارلمان تقویت کول، د ولسمشرۍ ریاست د اختیاراتو کمول او د جمهوري ریاست دوره ۷کلنه کول په کې شامل دي. په دې معنی که چیرته توقایف د یکشنبې ورځې په انتخاباتو کې بریالی شي، نو هغه کولی شي تر ۲۰۲۹م کال پورې په خپله څوکۍ کې پاتې شي.

دویچه ويله د/م.ک.ص./م.ن.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب