په فراه ولایت کې د طالبانو برید نهه افغان سرتیري وژلي
۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبهد فراه ولایت ویاند ناصر مهري، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «[په پیښه کې] څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي.» مهري تایید کړې ده چې پیښه په پشت رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
د فراه ولایت د ویاند په خبره سیمې ته د تازه دمه ځواکونو تر رسیدو وروسته د طالبانو برید پر شا وتنبول شو. مهري ادعا کړې ده چې په نښتو کې ۱۷ یاغیان وژل شوي او ډیر نور بیا ټپیان دي.
په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د شپې له خوا د افغان امنیتي ځواکونو پر پستو او اډو باندي د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی. د اکتوبر میاشتي پر ۱۹مه نیټه تر هغه وروسته ۴۳ افغان ځواکونه ووژل شول چې طالبانو په کندهار ولایت کې پر یوې پوځي ادې باندې برید وکړ.
په افغانستان کې د جګړې تودیدو او له کبله یې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د تلفاتو دېرښت، د دغو ځواکونو مورال تر یوه حده پوري کمزوره کړی دی له همدې کبله ښايي ناټو او امریکا متحدو ایالاتو په دې هیواد کې د خپلو ځواکونو د شمیر د لوړولو پریکړه کړې وي.
افغانستان ته رسیدونکي د ناټو ډیری اضافي ځواکونه به د افغان سرتیرو د روزنې له بهیر سره مرسته وکړي.
زموږ له ارشیف څخه: