1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې ولې یو چرګ محاکمه کیږي؟

۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبه

د موریس په نامه د یوه فرانسوي چرګ سهارنیو بانګونو (آذانونو) فرانسویان سره ویشلي دي. د نوموړي چرګ د محاکمې پرمهال د پومپادور په نامه یوه چرګه او د ژان رینه په نامه یو بل چرګ د هغه د ملاتړ له پاره راوړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3LgJM
Frankreich Nachbarschaftsstreit um Hahn Maurice in Rochefort
انځور: Getty Images/AFP/X. Leoty

فرانسوي رسنیو خبر ورکړی چې د موریس په نامه یو چرګ د فرانسې په اولیرون ټاپو کې ګاونډیو ته د مزاحمت او سهار مهال د لوړو بانګونو (آذانونو) له کبله محاکمه کیږي. د لي فیګارو په نامه د یوې فرانسوۍ رسنۍ د رپوټ په حواله یوه تقاعد شوي سړي او میرمنې یې چې په دې ټاپو کې د رخصتیو د تیرولو په موخه کور لري، شکایت کړی چې د نوموړي چرګ لوړ بانګونه یا آذانونو دوی سهار مهال له خوبه راپاڅوي. د اولیرون په نامه دغه سیمه د فرانسې په غربي ساحل کې د بوردو په نامه ښار ته څیرمه پرته ده.

د پنجشنبې په ورځ هغه مهال چې دغه دوسیه په محکمه کې تر اروزنې لاندې وه، د موریس په نامه دغه چرګ او ادعا کوونکي په محکمه کې موجود نه وو. د فرانسې د خبري آژانس په حواله د محکمې په انګړ کې بیا د پومپادور په نامه یو چرګ او د ژان رینه په یوه چرګه بیا د موریس د ملاتړ د څرګندولو له پاره موجود وو.

د یاد چرګ څښتنې کورینه فیساو، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې خپل چرګ یې د شپې پرمهال تړلی دی او د چرګ د آذانونو د مخنیوي په موخه یې د هګیو د کارتنونو پر مټ د لمر د وړانګو مخه نیولي ترڅو چرګ په دې ونه پوهیږي چې سهار شوی دی.

Frankreich Nachbarschaftsstreit um Hahn Maurice in Rochefort
انځور: Getty Images/AFP/X. Leoty

د رسنیو د رپوټونو په حواله د یاد چرګ مدافع وکیل جولیان پاپیناو محکمې ته ویلي چې د چرګ د آذان له کبله د ټولو «۴۰ ګاونډیانو له ډلې څخه یوازې دوه تنه یې ځوریږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په نومبر میاشت کې د موریس په نامه دغه چرګ پر خپله فسبوک پاڼه د ژیړ واسکټو د اعتراض کونکو د ملاتړ په موخه په داسې حالت کې راڅرګند شوی وو چې یو ژیړ رنګه واسکټ یې اغوستی وو. د ژیړ واسکټه په نامه د فرانسې د حکومت ضد دغه اعتراضونه د څو اونیو له پاره په ټوله فرانسه کې ترسره شول. اوس ټاکل شوې چې د سپتمبر میاشتې په پنځمه نیټه به د فرانسې دغه محکمه د موریس په نامه د چرګ د لوړو بانګونو (آذانونو) په هکله خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.

Joshua Stein /kh-bs

زموږ له آرشیف څخه: