1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي د ټاکنو دوهم پړاو پيل سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

نن د فرانسې خلک د ولسمشرۍ له پاره د دوو کانديانو، واکمن ولسمشر نيکولا سارکوزي او د سوسيالست گوند د مشر، فرانسوا اولانده، تر منځ تصميم نيسي چي کوم ئې د خپل هيواد د ولسمشرۍ له پاره وټاکي.

https://p.dw.com/p/14qj3
انځور: Reuters

د فرانسې د ولسمشرۍ دغه ټاکني خورا مهمي دي، ځکه چي هغه پر گن شمير مسايلو اغيزي کوي: په اروپا کي د يورو د کړکېچ او پورونو له لانجې څخه نيولې تر دې پوري چي په افغانستان کي فرانسوي سرتيري تر څه وخته پوري پاته سي.

د ولسمشرۍ په لومړيو ټاکنو کي نه سارکوزي او نه هم اولانده وتوانيدل چي د ټاکنو نصاب پوري کړي. ځکه نو نن(۲۰۱۲ د می ۶) يوازي د دغو دوو کانديديانو ترمنح چي په لومړي پړاو کي ئې تر نورو کانديدانو زياتي رايي گتلي وې، له سره ټاکني کيږي.

وروستۍ نظر پوښتني ښيي چي، سارکوزي د خپل سيال، اولانده په پرتله د ټاکنو تر پيلېدو مخکي لږ پرمختگ گړی دئ، خو دا نظر پوښتنه بيا ښيي چي اولانده له سارکوزي څخه مخکي دئ.

سارکوزي د يوې « حيرانونکي» نتيجې وړاند وينه کړې ده. معني دا چي د نظر پوښتونو له وړاند وينو سره سره ښايي دی ټاکني وگتي.

هغه په خپله انتخاباتي مبارزه کي د بهرنيو کډوالو موضوع چي د ټاکنو په لومړي پړاو کي د ښی اړخه افراطي گوند، موضوع وه، عنوان کړه، ترڅو وکدړای شي چي د دغه گوند رايي ورکونکي راخپل کړي.

نيکولا سارکوزي او فرانسوا اولانده
نيکولا سارکوزي او فرانسوا اولاندهانځور: Reuters

د آلمان فرانسې د اړيکو کارپوه، کليري ديميس ماي وايي:

«ډيری فرانسويان له نړيوال کيدو څخه ويره لري، له ازادو پولو او سرحدونو څخه ويره لري، د هغوی لپاره د فرانسې د هويت ساتل ډيره مهمه خبره ده.»

خو دغه کارپوه وايي چي سارکوزي نه يوازي د ښی اړخو او محافظه پالو ډلو رايو ته اړتيا لري، بلکي د منځني لاري سياست د ډلي د مشر، فرانسوا بيروهم. د دغه گوند پلويان اروپايي سياست تعقيبوي.

په داسي حال کي چي په انتخاباتي مبارزه کي درې مهمي موضوعگاني، بېکاري، فرانسي ته د بهرنيو کډوالو هجوم او د فرانسې اقتصادي راتلونکې د ټولو کانديدانو له خوا عنوان شوي دي، اولانده پر راييو ورکونکو ږغ وکړ، چي د نظر پوښتنو په وړاند وينو قناعت ونه کړي، بلکي د يکشنبې په ورځ له خپلو کورونو راووځي او په خپلو رايو سره د فرانسې برخه ليک وټاکي.

د دغو ټاکنو نتايج د اروپا پر هغو هڅو باندي اغيزه کوي چي غواړي د پورونو د کړکيچ مبارزه وکړي. ډيری فرانسويان د دغه کړکېچ په حل کي ولسمشر نيکولا سارکوز ناکامه گڼي.

اولانده ويلي دي، چي که چيري ولسمشر سي، نو د اروپا د يورو د ژغورني له پاره به د جوړ شوي مالي صندوق پر سر له سره خبري اتري وکړي. هغه څه چي د المان د صدراعظمي انگلا ميرکل له پاره ښايي يو نوی سر خوږی وگرځي.

دغه راز د افغانستان په هکله هم د سوسيالست گوند مشر ويلي دي، که چيري ولسمشر شي همدا سږ کال به ټول فرانسوي سرتيري له افغانستان څخه را وباسي.

اژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل