مرکه کوونکی: عبدالباري حکیم۱۳۹۷ دی ۱۳, پنجشنبهپه فاریاب کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د طالبانو د دو مشهورو قوماندانو په گډون د ځينو بهرنيو جنگيالیو د وژل کیدو خبر ورکړل شوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو د فیس بوک په یوه رپوټ کې د دو «ایراني اتباعو» د وژل کیدو خبره شوې ده. خو د قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد ولي احمدزی سمدلاسه د دغو دوو ایراني اتباعو د وژل کیدو په هکله څه ویلای نه شي، هغه وايي د «سیمی استخبارات غواړي د شمال اوضاع ناامنه کړي».