1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي د اسراييلو او حماس تر منځ جګړه دوام لري

۱۳۸۷ دی ۲۲, یکشنبه

که څه هم چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړې له مخه بايد په غزه کي اوربند اعلان سي ولي هلته جګړه روانه ده او پخپله د ملګرو ملتونو د موټرو پر کاروان باندي اسراييلو وژونکې حمله کړې او يو تن موټر چلونکی وژل سوی دی.

https://p.dw.com/p/GVzN
پر غزې باندي د اسراييلي ځواکونو هوايي بمبارۍ
پر غزې باندي د اسراييلي ځواکونو هوايي بمبارۍانځور: AP

د ملگرو ملتونو د استازو او اسرائيلو تر منځ د غزې په تراډه کي د چال چلند موضوع پر څو برخو سره شليږي. وروستی مثال يې،د جنورۍ د مياشتي په 8 نېټه د ملگرونو ملتونو د سرتېرو پر يوه قطار باندي د اسرائيلي پوځ وژونکې حمله وه. په هغه کي لږ تر لږه يو موټرچلوونکی ووژل شو. ملگرو ملتونو په ځواب کي خپل کار په هغه سيمه کي بند کړ.

د اسرائيلو د پوځ وياندې Avital Leibovitsch پر دې څرگندونو باندې ايراد نيسي او وايي:«د اسرائيلو پوځ موضوع څېړلې او ورته څرگنده شوې، چې د هغه قطار پر عسکرو باندې گذارونوه نه دي شوي. نو ځکه موږ دا تورونه د پوځ په اړوند رد کوو.»

د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې UNWRA وياند کرستوفر گونيس څرگنده کړه، چې اسرائيليي پوځ پخپله په يوه غبرگون کې په دې کار باندې پښيماني څرگنده کړې. ده پر قطار رفتار باندې د حملې د څېړلو په غرض د ټولو سندونو او عکسونو رامنځ ته کولو غوښتنه کړې.

گونيس دا هم ويلي، چې ملگري ملتونه وکولی شي خپلې چارې بېرته په پوره پيمانه سره پيل کړي. بيا هم گونيس:«نن زما د يوه ملگريي د کورنۍ يو کوچنی مثال. دوی وايي چې نن يې د پخلي په خاطرد خپل مبل په سوځنه پيل کړی. دا کار پخپله د دې انساني ناورين د درجي څرگندوی دئ.»

نړيوالې مرستندويه ټولنې دا اندېښنه لري، چې حالات به نور هم خراب شي. ځکه پرون د شنبې په ورځ هم اسرائيلي الوتکو په زرهاوو خبرپاڼې د غزې په تراړه کې تيت کړېدي. د فلسطنيانو د څرگندونو له مخې په دې پاڼو کې له اوسېدونکو څخه غوښتل شوي، چې ځانونه له اسلامي ډلې نه ليرې ساتي. پوځ د خپلو عملياتو د يوه بل پړاو د پيل گواښ کړی دئ.

د غزې د جګړې قرباني ماشومان
د غزې د جګړې قرباني ماشومانانځور: AP

پرون شنبه د کډوالو پر لاگر جباليه باندې د اسرائيلي حملو په نتيجه کې 8 تنه فلسطنيان ووژل شول. اسرائيلو دا اعلان هم وکړ، چې د دوی پوځ په يوې هوايي حملې سره د حماس يو قوماندان هم له منځه وړی دئ. د فلسطيني طبيبانو د راپورونو له مخې، د ساحلي سيمو په منځ او جنوب کې هم اسرائيلي يرغلونو يو شمېر کسان وژلي او زخمي کړيدي.

د بشري حقونو څارونکې ټولنه H. R. W. پر اسرائيلو باندې دا تور هم پورې کوي، چې فوسفور وسلې هم استعمالوي. دا وسلې په نړيواله کچه منع شوې نه دي. مگر نوموړې ټولنه په خپله يوه اعلاميه کې وايي، چې سپين فوسفور کولی شي په سختۍ سره وژل کېدونکی اور واچوي او د بدن پوستکی سخت زيانمن کړي. اسرائيلو د دې ډول وسلو د په کار وړلو په اړوند هېڅ ځواب نه دئ ورکړی.

پوځ په رسمي توگه داسې عکسونه خپروي، چې شوبلې، جنگي چورلکې او سرتېرې پکې ښکاري. په يوه ويډيو کې داسې ښکاري، چې اسرائيلي عسکر د په غزه کې د يوه فلسطيني په کور کې وي. هغه ځای تياره دئ او د کامرې رڼا د دوی مخونه روښانه کوي. عکسر په اسرائيلو کې خپلو کورونو ته سلامونه رسوي. يو بل فلم د اسرائيلي سمندري ځواکونو فعاليت څرگندوي - هغه هم دشپې.

يو تورن چې پوځ يې يوني بولي، د غزې د تراړې په ساحل کې وضعيت تشريح کوي او وايي:«موږ څارنه کوو، تر څو وسله وال کسان او اورپکي وپېژنو. که داسې څوک را ته څرگند شي، نو اجازه راکول کيږي چې حمله پرې وکوو. که څوک راڅرگند نه شي، نو پر هر هغه چا هوايي ډزې کوو، چې رانږدې کيږي، تر څو رانه شي.»