په غزه کي خونړی تاوتريخوالی: ۳۷ فلسطينيان وژل سوي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبهد فلسطين د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي له اسرائيلو سره د غزې په سرحد کي د فلسطينيانو او اسرائيلو ځواکونو ترمنځ په تاوتريخوالي کي ۳۷ فلسطينيان وژل سوي دي.
د فلسطين د سرې مياشتي ادارې ويلي دي چي په سونو کسان نور ټپيان سوي دي دي. ويل سوي دي چي تر ۴۵۰ زيات کسان په مرميو ټپيان سوي دي چي د ډيرو ئې وضعيت د اندېښنې وړ دئ. ويل کيږي چي په ټپيانو کي ژوزناليستان هم شامل دي.
د اسرائيلو د عسکرو او فلسطينیانو ترمنځ د دوشنبې په ورځ د غزې او اسرائيلو ترمنځ په سرحد کي سخت تاوتريخوالی پيښ سو.
په انځورونو کي ليدل کيږي چي د فلسطينيانو کوچنۍ ډلي له سرحده د تيريدو د مخنيوي په موخه جوړ سوي خنډونه په ډبرو ولي او هغه بل اړخ ته اسرائيلي عسکر په خزو کي ناست دي.
بيت المقدس ته د امريکا سفارت انتقال
پتېيل سوې ده چي نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کي د امريکا متحدو ايالاتو سفارت له تل ابيب څخه بيت المقدس ته انتقال سي. د دې اقدام په مخالفت کي د يو ميليون کسانو د راټولېدو تمه کيږي.
اسرائيلو د دغه اعتراض د مخنيوي له پاره په سرحدي سيمو کي خپل ځواکونه دوه برابره کړي دي. په دغه اعتراض کي د ډيرو فلسطينيانو د گډون تمه کيږي.