1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کې ماین د ملکیانو په ګډون د ۱۰ کلن ماشوم ژوند واخیست

۱۳۹۷ دی ۸, شنبه

د غزني د والي ویاند عارف نوري د شنبې په ورځ ویلي چې په دې ولایت کې د سړک غاړې د ماین په یوه چاودنه کې یو ۱۰ کلن ماشوم او یو بل ملکي کس وژل شوي دي. نوموړي د دې پیښې مسوولیت طالبانو ته راجع کړ.

https://p.dw.com/p/3Al0x
Explosion in Ghazni
انځور: DW/Q. Wafa

د شنبې په ورځ د (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۲۹ نیټه) د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي چې د غزني ښار په یوه لیرې پرته سیمه کې د سړک غاړې یوې بمي چاودنې د یوه لس کلن ماشوم په ګډون د یوه بل ملکي کس ژوند اخيستی دی. د نوري په خبره په دې پیښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند د دې پیښې مسوولیت طالبانو ته راجع کړ، خو طالبانو تر اوسه پورې د دې پیښې په هکله کوم غبرګون نه دی ښوولی. د غزني د ولایتي چارواکو په خبره په همدې ولایت کې د تیرې اونۍ په ترڅ د دوو جلا پیښو په پایله کې ۷ ملکیان ووژل شول او یو بل تن بیا ټپي شوی وو.

د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله په ۲۰۱۷م کال کې د جګړو او امنیتي پیښو له کبله په ټول افغانستان کې لسګونو زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې تر ځانمرګو بریدونو وروسته، په لاس جوړ شوي بمونه په هیواد کې د ملکي تلفاتو تر ټولو ستر لامل یاد شوی دی.