په غزني کې اووه تنو ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې
۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبهد سېمه ايزو چارواکو په حواله د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې پنځه تنه کوچيان چې يوې دښتې ته د ميږو او څاريو د څرولو له پاره پر لاره ول، وار د مخه د ښخ کړل شوي ماين قرباني شوي دي.
د غزني ولايت د والي وياند واحدالله جمعه زاده دويچه وله ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د ده یک ولسوالۍ د شاګل سيمې په دښته کې پنځو تنو کوچیان د خپلو مېږو څرولو باندي بوخت وو چې له مخکي د ځای پر ځای شوي ماين چاودنه پرې شوې چې له امله يي درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د نوموړي په خبره وژل شوي او ټپیان شوي کسان ټول کوچیان وو چې د ده یک ولسوالۍ په یاده سیمه کې استوګن دي. وسله والو طالبانو او يا بلې کومې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په عين حال کې د يو بل خبر له مخې د غزني ولايت د مرکز په اړونده سيمه کې د يوې ګلولې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
ښاغلي جمعه زاده په دې اړه وويل چې تېره ورځ غرمه مهال د غزني ولایت مرکز اړونده د قلعه شهاده سیمه کې د زړو وسپنو په سرای کي د یوې ګلولې د چاودېدو په ترڅ کې دوه تنه ملکي کسان وژل شوي دي.
دا په داسې مهال دى چې د غزني امنيه قومندانۍ وړمه ورځ ادعا کړې وه چې ددې ولايت د جغتو ولسوالۍ په قياق سېمه کې پنځه تنه ملکي وګړي د طالبانو له خوا لومړى وژل شوي او وروسته جسدونو ته يې اور اچول شوى وو خو طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د قياق په سېمه کې ټول عسکر په شخصي جامو کې وژل شوي او د راکټ مرمۍ له کبله د دوى موټر اور اخيستى او جسدونه سوځېدلي دي.
محمد ميرويس اسلمى، غزني