1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني ولایت کې په لومړي ځل ۷۵۰ سړې خونې جوړيږي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

په غزني ولایت کي د کرنیزو محصولاتو د ساتني او وچولو له پاره د ۷۵۰ سړو خونو او کشمش خانو د بنسټ ډبره کیښودل شوه چي دا ټولې رغنیزي چاري به په دوو میاشتو کي بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/3cW4L
Libyen Landwirtschaft Markt Verkauf
انځور: AP

د غزني والي وحیدالله کلیمزي له دویچه وله سره په خبرو کې وویل چې د دغو ۷۵۰ پروژو له ډلي څخه یې ۴۰۰ کشمش خاني دي چي هره یوه يي ۱۶ مټریک ټنه، ۲۵۰ بابه د کچالو سړي خوني چي هره یوه يي د ۱۰ مټریک ټنه، ۸۰ بابه يي د پیازو سړي خوني چي هره یوه يي د ۵ مټریک ټنه او ۲۰ بابه د مڼو سړي خوني دي چي هره یوه يي د ۲۵ مټریک ټنه ظرفیت لري.

ښاغلي کلیمزي دغه راز زیاته کړه چي دمګړۍ به د کرني او انجنیري پوهنځیو ۱۶۰ فارغینو ته د دغو پروژو د رغیدو په دوره کي د کار لنډ مهاله زمینه او ۹۵۰۰ کسانو ته پکي د کار اوږد مهاله زمینه برابره شي.

بل خوا په غزني ولایت کې بزګران د کرنیزو محصولاتو د نه خرڅلاو له کبله شکایتونه لري. په همدې حال کې ځینې ځوانان چې د کرني پوهنځي څخه فارغ شوي دي په سلګونه شنې خوني یې جوړي کړي او ډول ډول سابه ېې پکې کرلي خو اوس له دې کبله اندیښمند دي چې کرنیز محصولات یې په سمه بیه نه پلوریږي.

محمد یعقوب چې دغزني ولایت له کرني پوهنځي څخه فارغ شوی وایې،چې  پنځلس شنې خونې یې جوړي کړي چې بادرنګ، کدو، رومي بانجان، پیاز او نور سابه یې پکې کرلي دي. نوموړی وايي: «زموږ حاصلات ښه دي خو د خرڅولو له پاره ورته بازار نه شته، که هره ورځ دغه کرل شوي سابه وشکوو نو نه خرڅیږي او که بوټو کې پاتي وي نو هغه ټول خرابيږي.»

دغه ځوان زیاتوي، چې که دولت سړي خوني جوړي کړي نو موږ به دې ته اړ نه شو چې له بهرنیو هېوادونو څخه سابه او میوې راوړو، همدغه خپل محصولات به د اړتیا پر وخت بازارونه ته وړاندې کړو.

Afghanistan Provinz Khost Kühlhäuser werden gebaut
انځور: DW/F. Zahir

خو ځينې مدني فعالان بیا په کلکه له دولت څخه د څارني غوښتونکي دي او وایې، چې که په بشپړ او بسنټیز ډول سړي خونې او یا ممیز خونې جوړي شي نو د بزرګرو ستونزي به هوارې شي.  بشیر الله چې د غزني ولايت يو مدني فعال دی، په اړه وايي: «که دغه پروژې په اساسي ډول جوړي شي نو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او د بزګرانو کرهنیز محصولات به هم په ښه بیه بازارونو کې وپیرل او وپلورل شي نو موږ له حکومت څخه د نظارت غوښتونکي یو.»

د غزني والي وحیدالله کلیمزی خلکو ته ډاډ ورکوي چې دغه پروژې به په ښه توګه بشپړې شي او په خبره يې د دغو سړو او ممیز خونو په رغولو سره به نور بزګر او باغداران وکولای شي خپل محصولات تر مناسب وخت پوري وساتي او بازار ته يي په ښه بیه وړاندي کړي او یا هم خپل انګور په ښه توګه وچ او له خوسا کیدو څخه يي مخنیوی وشي، چي له دي سره به بزګر او باغداران ښه عواید ترلاسه او د کرني سکتور به وده وکړي.

د غزني د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري د دغو پروژو له رغیدو څخه خوښي څرګنده کړې او هغه يي د دي ولایت د کرني سکتور په وده، له بزګرانو څخه د ملاتړ او د دي ولایت په اقتصادي وده کي اغیزمن وباللې او د دغه راز نورو پروژو د منظورۍ او پلي کیدو هیله يي څرګنده کړه.

د کرني ریاست مشر وویل چي له اړتیا سره سم يي هري سیمي ته د هماغه سیمي محصولاتو ته په کتو سړي خوني او مميز خونې په پام کي نیولي دي: «هره ولسوالۍ کي چي د کچالو محصولات دي د کچالو سړي خوني او هر ځای چي د مڼو محصولات دي هلته مڼو ته مشخصي سړي خوني او هر ځای کي چي د انګورو محصولات لرو هلته کشمش خاني رغول کیږي چي له مخکي يي سروي ترسره شوې ده.»

محمد ميرويس اسلمى، غزني