1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په علومو اکاډمۍ کې د ژباړې مرکز تمرکز به پر څه وي؟

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسئولان وایي چې په دغه اداره کې د ژباړې مرکز فعالیتونه پیل کړي، څو د علومو په بیلابیلو برخو کې څېړنو او نویو آثارو ژباړلو ته زمینه برابره کړي.

https://p.dw.com/p/4GGbb
«ډېر آثار چې پخوا لیکل شوي د اوسني علومو په پرتله باید هغه آپډيټ شي.»
«ډېر آثار چې پخوا لیکل شوي د اوسني علومو په پرتله باید هغه آپډيټ شي.»انځور: Zan Library/dpa/picture alliance

 

د علومو اکادمۍ د چارواکو په خبره، دمګړۍ د ژباړي په نوي پرانیستل شوي مرکز کې د اسلامي بانک دارۍ طرحه، د افغانستان بانک پر قوانینو بیا کتنه او د اسلامي، طبیعي او تخینکي علومو په برخو کې علمي او څېړنیزې پروژې بشپړې شوي چې د راتلونکي له پاره هم پر ۱۷۰ علمي- تحقیقي پروژو کار روان دی.

دعلومو اکاډمۍ منشي ډاکتر محمد رفیع نیازی له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د علومو اکاډمۍ له مخکې دا پلان لاره چې د ژباړې برخه پرانیزي تر څو خلکو ته له نورو ژبو څخه آثار خپلو ملي ژبو ته وړاندې کړي او په تېره یوه میاشت کې د طالبانو ریاست الوزرا دفتر رسما د ژباړي مرکز پرانیستلو سره موافقه وکړه. نوموړي وويل: «د علومو اکاډمۍ ادارې څو کاله مخکې پلان لاره چې د ژباړي مرکز د یادې ادارې په چوکاټ کې ولري. اړتیا یې دا وه چې د علومو پرمختګ په نړۍ کې په بیلابیلو ژبو او هيوادونو کې رامنځته کېږي او یوه لاره د علم ترلاسه کولو دا هم ده چې کوم آثار چې په نوره دنیا کې په علمي برخه کې لیکل شوي هغه د هيواد په ملي ژبو وژباړل شي.»

کتاب او ادبي مطالعه

د علومو اکادمۍ د معلوماتو پر بنسټ په دغه مرکز کې د لسو بستونو په چوکاټ کې فعالیت پیل شوی چې لیکوالان او ژباړونکي ورته ګومارل شوي دي.

د علومو اکاډمۍ منشي ډاکتر رفیع نیازی زیاته کړه چې سربېره پر ملي ژبو له بهرني ژبو هم ژباړې ترسره کېږي چې د محصیلانو او د پوهنتونو د استادانو له پاره به د تحقیق یوه سرچینه وي او ژباړل شوي آثار به په کتاب پلورنځیو او کتابتونونو کې هم د لاسرسی وړ وي. نوموړي وویل: »ژباړه به له ملي ژبو یو بل ته وي او له بهرني ژبو هم علمي آثار ملي ژبو ته ژباړل کېږي. داسې کسان په دندو ګومارل شوي چې هغوي لږ تر لږه لس لیکلي آثار چاپ کړي وي.»

ځیني کارپوهان بیا په دې باور دي چې په افغانستان کې لا هم د تېرو نظریو او علمي تجربو کتابونه او آثار شته چې د اوسني معلوماتو په پرتله ډېر زاړه او ان غلط ثابت شوي چې نویو تجربو او علمي څېړنو ته په کتو باید په کې اصلاحات راویستل شي.

څېړندوی او د پوهنتون استاد شریف الله سانین له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې علمي آثار او کتابونه ډېر مخکې چاپ شوي او نور آپډیټ یا د نویو تجربو او څېړنو له معیارونو سره برابر شوي نه دي چې په ټولنه کې د عامه پوهاوي کچه کموي او د ټولنې د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي.نوموړي وویل: «ډېر آثار چې پخوا لیکل شوي د اوسني علومو په پرتله باید هغه آپډيټ شي. د دې عصر له تقاضا، علم او پرمختګ سره باید ټول کتابونه او علمي آثار برابر شي او بیا ټولنې ته وړاندې شي.»

که له انټرنيټه وخت وسپموئ، په کال کي ۲۰۰ کتابه مطالعه کولای سئ

د علومو اکاډمۍ د پښتو ژبې د انستیتیوټ غړی څېړنیار اسحاق مومند بیا دویچه ویله ته وویل چې که چېرې له نورو علومو څخه د ژباړي له لاري ګټه وانه خېستل شي د ټولنې د نېمګړتیا لامل کېږي.

نوموړي وویل: «که هغومره لیکل ضروري او یوه اړتیا ده، هغومره ژباړې ته هم اړتیا لیدل کېږي او پرته له ژباړي څخه موږ پرمختګ نه شو کولای.»

ښاغلی مومند زیاتوي چې له نورو پر مختللو ټولنو څخه چې د یوې څېړنې له پاره ډېر لګښتونه پرې کوي خپلې څېړنې نه شو ترسره کولای یوازنۍ اسانه او پرته له لګښته لاره ژباړه ده چې باید ترې ګټه واخیستل شي.د هغه په خبره: »په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ځینو برخو کې لږ پرمختګ ترسترګو کېږي چې لامل یې ژباړه او له ژباړې څخه ګټه اخیستنه ده.«

د کارپوهانو په خبره په افغانستان کې په ډېرو برخو کې لکه سایسني، تجربي او تخنیکي برخو کې د نورو پرمختللو هيوادونو له قوانینو او تجربو څخه لکه د بانک دارۍ سیسټم، پوهنتون نصاب، روغتیا او ځینو نورو برخو کې تقلید کېږي چې د ژباړې له لارې هم کولای شي له ګټورو او کارنده علمي تجربو او آثارو څخه کار واخیستل شي.