1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې د کريسمس محبوبيت پر زياتېدو دی

۱۴۰۰ دی ۳, جمعه

د پخوا په پرتله ډېر عراقي مسلمانان اوس حتی کريسمس لمانځي. خو بيا هم عراقي مسيحيان تر تعقيب لاندې او ځينې مسلمان روحانيون د کريسمس لمانځنې پر ضد دي.

https://p.dw.com/p/44oBj
Irak Christen bereiten sich auf das Weihnachtsfest vor
انځور: KHALID AL-MOUSILY/REUTERS

عراقۍ خلود خردوم داسې وايي چې د عراق په سويل کې پراته د خپل کلي اوسېدونکو ته يې په لومړي ځل کريسمس ورمعرفي کړی دی. شپږ کاله مخکې يې د کريسمس يوه کوچنۍ پلاستيکي ونه او ځينې تحفې د ځان او خپلو ورېرونو او خورځوګانو له پاره رانيولې. دغه کيسه نوموړې عراقۍ خبرياله کوي چې په بغداد کې اوسيږي. هغې دويچه ويله ته وويل چې »لومړی عجيبه غوندې وه. خلکو پوښتنه کوله چې دا څه ډول ونه ده. دغسې څه يې يوازې په تلويزيون کې ليدلي وو.«

د هغې کلی کربلا ته نژدې پروت دی. هغه يو نسبتاً محافظه کاره سيمه ده چې شيعه مسلمانان پکې اکثريت تشکيلوي. هغه د مسلمانو زيارت کوونکو يو مهم هدف هم دی.

د خردوم په خبره: »د څراغونو، سينګارونو او تحفو له کبله د ماشومانو ساعت ښه تېر وو، ورپسې ګاونډيان هم راغلل او هغوی هم دغه څه خوښ کړل.« دا په ۲۰۱۵م کال کې وو. اوس د هغې په خبره دغه ګاونډيان خپله هم د کريسمس مېلې جوړوي او د کريسمس ونه حتی سينګاره شوې وي مخکې له دې چې هغه هلته ورورسيږي.

په ټول هېواد کې محبوبيت

خردوم دا هم درک کړې ده چې په زياتېدونکي ډول عراقيان کريسمس لمانځي. د هغې په خبره وراره يې په کربلا کې يوه خصوصي ښوونځي ته ځي چې زده کوونکي يې ټول د يوې کريسمس ونې مخکې سره راټوليږي. دغه ونه يې معلم ورته درولې ده. دغسې يو څه ښايي يو څو کاله مخکې ممکن نه وای. د بغداد ښاري شورا هم د کريسمس ونې په څلورلارو کې درولي او ډېر لوی هوټلونه او رستورانتونه د کريسمس په ډول سينګار شوي دي.

Weihnachtsmann im Irak
د بغداد يوه سينګاره شوې کوڅهانځور: AP

عراقي ويبپاڼې شفق نيوز په روانه مياشت کې له بازارونو څخه تر ليدنې وروسته ليکلي دي چې کريسمس د پخوا په پرتله په عراق کې اوس ډېر شهرت موندلی دی. په خبره يې سږ کال د سانټا کلاوس د مجسمو او کريسمس د ونو خرڅلاو »بې مخينې« لوړ او عايد ورڅخه »د پام وړ« وو. دغه خبره يادې مرجعې له سوداګرو سره تر خبرو وروسته کړې ده.

کريسمس سياسي دی

خو ولې د کريسمس سره دومره علاقه موجوده ده؟ هغه د سواګرۍ، نړيوالتوب، ټولنيزو رسنيو او همدراز د سرګرمۍ د مخې تشريح کېدای شي، يعنې داسې پديدې لکه غربي فلمونه او لوبې، چې په ټولو کلتورونو کې ورته بازار موندل کيږي. دا هغه دليل دی چې ولې والنټاين يا د مينانو ورځ يوه نړيواله پديده ګرځېدلې ده. دغه خبره ټولنپوه، امرو علي، چې د قاهرې د امريکايي پوهنتون استاد دی، د آلمان زوودويچه ورځپاڼې ته کړې ده.

دغه جشن د ښاغلي علي په خبره د دې يوه لاره هم ده چې ځوان عربان ځانونه له يوې پرمختللې او قسماً رومانتيکې اروپايي عنعنې پورې وتړي. په عراق کې البته دغه خبره سياسي هم ده. په ۲۰۱۷م کال کې د »اسلامي دولت« په نوم د ترهګرۍ ډلې تر ماتې وروسته، ډېرو عراقيانو ځايي رسنيو ته وويل چې دوی کريسمس ځکه لمانځي چې د دغې ډلې له خوا د تعقيب شوو لږکيو سره پيوستون او زغم هم ښکاره کړي.

ډېری هغه عراقيان چې کريسمس لمانځي البته، د دغه فستيوال له ديني ريښو سره ښايي هيڅ تړاو هم ونه لري. يو سمبول پکې د منځني ختيځ د نورو هېوادونو په څېر تل يوه سينګاره شوې د کريسمس ونه وي. خو په حقيقت کې ډېر خلک دغه د کريسمس ونه »د نوي کال ونه« بولي او له مسيحيت سره کوم تړاو پکې نه ويني.