1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په شمالي وزيرستان کي پاکستاني پوځیان وژل شوي

۱۳۹۹ شهریور ۱۰, دوشنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې درې تنه پوځيان يې د خیبر پښتونخوا ايالت په مربوطاتو کې د وسله والو کسانو په برید کې وژل شوي دي. په پيښه کې څلور نور پوځیان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3hnOE
Pakistan Soldaten tragen Sarg
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/A. Mughal

له پيښور څخه د اسوشتید پریس خبري آژانس رپوټ ورکوی چې دغه پيښه د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اړوند په شمالي وزیرستان کې افغانستان پولې ته نژدې رامنځ ته شوې ده.

په رپوټ کې د پاکستان د پوځ له قوله ويل شوي دي چې دغه پاکستاني پوځیان په سیمه کې چې پخوا د القاعده او طالبانو د حضور او فعالیت تر ټولو ځواکمنه سيمه وه، په ګزمه بوخت ول چې د نامعلومو وسله والو له خوا تر برید لاندې راغلل.

پوځ دغه راز ويلي دي چې په پيښه کې څلور نور پوځيان ټپيان شوي هم دي، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.

شمالي وزيرستان په ورستیو کلونو کې د مختلفو اورپکو د فعالیت يوه مهمه سیمه ګڼل کيږي، خو پاکستان ادعا کوي چې دغه سيمه يې د پوځي عملياتو په نیتجه کې د اورپکو له شتونه پاکه کړې ده.

د رپوټ په حواله، د ورستۍ حملې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې په سيمه کې د ورته بريدونو مسئوليت پاکستاني طالبانو منلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د وروستي رپوټ له مخې، څه باندې ۶۰۰۰ پاکستاني اورپکي په افغانستان کې پټ شوي دي، چې اکثریت يې د پاکستاني طالبانو غړي دي. پاکستاني طالبان ډير وخت د پاکستان پر پوځ بریدونه کوي.

آژانسونه/ م.ک.ص./ن.ز