1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په سویډن کې له یوې کلیسا د پخواني پاچا تاج غلا شوی دی

۱۳۹۷ مرداد ۱۰, چهارشنبه

د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې په سویډن کې په رڼا ورځ دوو غلو له يوې کلیسا څخه د سرو زرو ګرانه بیه توکي چې پکښې تاج هم شامل دی غلا کړي دي. ویل شوي چې غله احتمالا په کښتۍ کې تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/32Q7i
Schweden Diebstahl im Dom zu Strängnäs Kronjuwelen
انځور: Polizei Schweden

د سویډن پولیسو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جولای ۳۱مه) ویلي دي چې دوی د غلو په لټه کې دي، کوم چې د شترینګنیس کلیسا، ته ورننوتي او دوه تاجه او نور توکي چې د سلطني قدرت سمبول ګڼل کیږي غلا کړي دي.

ویل شوي دي چې غلا د سه شنبې په ورځ ماسپښین شوې ده، چې هغه مهال د دیارلسمې میلادي پیړۍ دغه ستره کلیسا د لیدونکي پر مخ پرانیستې وه. زیاته شوې ده چې دغو دوو تنو خوندي صندوقونه مات کړي او دغه ځای ته څیرمه د جهیل له لارې تښتیدلي دي.

یوه عیني شاهد د «افتون بلدیت» نومې سویډنۍ ورځپاڼې ته ویلي دي: «ما یوه کوچنۍ سپينه کښتۍ ولیده چې دوو کسانو ور ټوپ کړل او په بیړه ولاړل.»

په مطبوعاتي اعلامیه کې پولیسو ویلي دي چې دوی په وچه، سمندر او هوا له لاري لټون پیل کړی دی خو د سه شنبې تر ماښامه د غلو په نیولو نه دي توانیدلي.

Schweden Diebstahl im Dom zu Strängnäs Krone Kristina die Ältere
یو غلا شوی تاج د ملکې کریستینا دی، چې د چارلس نهم دوهمه میرمن وهانځور: Strängnäs Stift

د پولیسو ویاند توماس اګنیفیک، دغه غله د مسلکي کسانو په توګه یاد کړي او ویلي یي دي چې ښایي هغوی د پيښې په ځای کې کومې نخښې پریښي وي.

غلا شوي شیان له سرو زرو، مرغلرو او نورو ګرانبیو توکي جوړ دي چې یو وخت يې د چارلس نهم او د هغه په میرمنې کریستینا پورې اړه درلوده. چارلس نهم په اوولسمه میلادي پیړۍ کې پر سویډن واکمني کړې ده. هغوی په کلیسا کې ښخ دي، چې د پلازمېنې ستاکهلم لویدیځ لور ته په ۵۸ کیلومترۍ کې پرته ده.

د کليسا مشر کريستوفر لوندگرين له یوې ځایي سویډنۍ ورځپاڼې سره په خبرو کي ویلي دي چې دغه توکي بیمه شوي ول خو پر دې یي ټینګار کړی دی چې له مادي ارزښته د دغو توکوي کلتوري ارزښت ډیر زیات دی. د هغه په خبره دغه توکي په بشپړه توګه ساری نه لري په سویډن کې مشهور دي او ښایي په نړۍ کې هم شهرت ولري.

دارکو یانوویچ

زموږ له آرشیف څخه: