1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سويډن کي تر ټاکنو وروسته د حکومت جوړولو ستونزه

۱۳۹۷ شهریور ۱۹, دوشنبه

د سويډن په پارلماني ټاکنو کې سوسيال ديموکرات او رزغون گوندونو ډيري راي له لاسه ورکړي دي او ښي اړخو په خپل تاريخ کې تر ټولو ښې پايلې ترلاسه کړي دي. گوندونه اوس د حکومت جوړوني له سخت پړاو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/34bIl
Schweden Wahlen Ministerpräsident Stefan Löfven
انځور: picture-alliance/dpa/A. Aimo-Koivisto

د سويډن په پارلماني ټاکنو کې د برحاله لومړي وزير ستيفان لويين گوند که څه هم چې تر ټولو زياتې رای گټلي خو دا یې د تیرو ۱۰۰ کلونو په موده کې تر ټولو خراب انتخاباتي نتايج دي. د کابو ټولو انتخاباتي حوزو د رايو تر شميرلو وروسته دې گوند ۲۸،۴ سلنه رای ترلاسه کړي دي.

د سويډن ديموکراتان په نوم د مهاجرو ضد گوند د ۱۷،۶ سلنه رايو په اخیستو سره د معتدل محافظه پال گوند وروسته چې ۱۹،۸ فيصده رای یې اخيستي دي، د دريم ځواک په توگه راڅرگند شوی دی.

په دې سره د سویډن ديموکراتانو که څه هم د بل هر وار په پرتله يې زياتې رای اخيستي دي، خو رای یې تر هغه کمې وې چې انتظار یې کيدی. د دې گوند مخکښ کانديد جيمي اکيسون په اصل کې ځان د ټاکنو گټونکی وباله. نوموړي خپلو پلويانو ته چې دا کاميابي یې لمانځله وويل چې گوند یې خپل نقش پياوړی کړی دی او په راتلونکو مياشتو او کالونو کې به لا ډير پرمختگ وکړي.

دا چې په سويډن کې به راتلونکی حکومت د چا وي، لا روښانه نه ده. پخواني دوديز بلاکونه سره سر په سر دي: يعني سوسيال ديموکراتان، رزغون گوند او کيڼ اړخه سوسيالستان د غير رسمی نتايج پر اساس په شريکه کابو ۱۴۳ څوکۍ جوړوي چې دا د څلورو ليبرال محافظه پال گوندونو له خوا ترلاسه کړل شويو څوکۍ په اندازه دي. يعني دواړو اړخونو د پارلمان ۱۴۳ ، ۱۴۳ څوکۍ گټلي دي.

Schweden Stockholm Wahlen Jimmie Akesson Schwedendemokraten
د «سويډن ديموکراتات» گوند مخکښ کانديد جيمي اکيسونانځور: Getty Images/AFP/J. Nackstrand

خو دواړو اړخونو د سويډن د ديموکراتانو په نوم ښي اړخه گوند سره ائتلاف رد کړی دی. له همدې امله د زرغون او سوسيال ديموکراتانو ترمنځ د يوه اقليت حکومت د جوړولو امکان هم ليدل کيږي. په سويډن کې که څه هم چې اقليتي حکومت رواج لري خو د راتلونکي داسې يو ائتلاف به په پارلمان کې تل د مهمو پريکړو پر وخت د ښی اړخه گوند تائيد ته اړتيا ولري.

«د دودیزو سياسي بلاکونو پای»

دا چې ښی اړخه عوامپالونکی گوند ډير واک ترلاسه نه کړي، سوسيال ديموکرات او رزغون او ليبرال محافظه پال اړخونه ښايي د همکارۍ په هلکه فکر وکړي. دا خبره برحاله لومړي وزیر ستيفان لويين وکړه. هغه زياته کړه: «دې ټاکنو د بلاکونو د سياست د ښخولو» زمينه برابره کړې.

Dpa, rtr, afp (B.S/N.Z)