1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه کې د ترکېې د نوو پوځي عملیاتو په اړه د امریکا اندېښنه

۱۴۰۱ خرداد ۴, چهارشنبه

ترکيې پتېيلې ده چې په سوريه کې نوي پوځي عمليات پيل کړي، خو امريکا خبرداری ورکړی دی. امریکا ويلي دي چې د ناټو دغه ناآرامه متحد به په دې کار سره په سورېه کې میشت امریکايي عسکر له خطر سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/4BpeE
Syrien Militäroffensive der Türkei im Norden
د سورېې په شمال کې د ترکېې ټانګونه ۲۰۱۹ - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Photoshot

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې ترکېه به ډير ژر د سورېې په شمال کې نوي پوځي عملیات پيل کړي تر څو د سرحد په اوږدو کې ۳۰ کیلومتره «امنيتي ساحه» رامنځ ته کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نید پرایز، خبریالانو ته وويل: «موږ د سورېې په شمال کې د رپوټونو او هلته د احتمالي پوځي فعالیتونو د ډيریدو په هکله ژوره اندېښنه لرو، په ځانګړې توګه پر ملکي خلکو د اغیزو په اړه يې.»

هغه زیاته کړه: «موږ هر ډول زورزیاتی غندو. موږ د اوسني اوربند د ساتنې ملاتړ کوو.»

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستيفن دوجاریک، هم وويل چې د جګړه ځپلې سورېې له پاره لومړيتوب باید سیاسي حل لاره او بشردوستانه مرستې وي.

دوجاریک خبريالانو ته وويل: «موږ د سورېې د ځمکنۍ بشپړتیا پلوي کوو او کوم څه چې سوريه ورته اړتیا لري هغه پوځي عملیات نه دي، که له هرې خوا وي.»

ترکېې له ۲۰۱۶م کال راهيسې درې ځله په سورېه کې د سوريايي کردي ملیشو د ځپلو په موخه عملیات کړي دي چې په سوريه کې ېې د امريکا په مشرۍ د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې پر ضد مبارزه کې همکاري کړې ده.

USA Ned Price
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نید پرایزانځور: Nicholas Kamm/AP Photo/picture alliance

ترکېه د خلکو ساتنې واحدونو (YPG) په نوم ډله «تروریستان» او هغوی په ترکېه کې د (PKK) بیلتون غوښتونکې منع شوي غورځنګ يوه برخه ګني.

ترکېې د وروستۍ حملې امر، د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر دونالد ترمپ او اردوغان تر خبرو وروسته ورکړ. ترمپ هغه وخت ويلي ول چې په سوريه کې د امریکا ماموریت پای ته رسيدلی او ځواکونه به ېې وباسي.

کله چې د ترمپ پر ضد حتی د هغه د متحدینو له خوا غبرګونونو زور واخيست، په دغه جریان کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر مرستيال مایک پنس، ترکېې ته پرواز وکړ او له اردوغان سره د جګړې د توقف په نوم یوه توافق ته ورسید.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند وويل: «موږ تمه لرو چې ترکيه د ۲۰۱۹م کال پر ګډې اعلامېې عمل وکړي، البته د سورېې په شمال کې د يرغلیزو عملیاتو په ګډون.»

پرايز زیاته کړه: «موږ د ترکېې په سويلي سرحدونو کې د ترکېې مشروع امنيتي اندېښنې په رسمیت پيژنو. خو هر ډول نوی یرغل به د سيمې ثبات لا کمزوری او امريکايي سرتيري به د «اسلامي دولت» ضد ائتلاف په کمپاين کې له خطر سره مخامخ کړي.»

Türkei Ankara | Präsident Recep Tayyip Erdogan
اردوغان د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې ترکېه به ډير ژر د سورېې په شمال کې نوي پوځي عملیات پيل کړيانځور: Murat Kula/AA/picture alliance

اردوغان په سوريه کې د نوو پوځي عملیاتو د پیل خبره په داسې وخت کې کوي چې هغه د ناټو په سازمان کې د فنلند او سويډن له یوځای کیدو سره مخالفت ښکاره کړی دی. يادو دوو هیوادونو پر اوکراین د روسېې تر پوځي يرغل وروسته د ناټو په سازمان کې د ورګډیدو اعلان کړی دی.

اردوغان د شمالي اروپا دغه دوه هیوادونه د (PKK) په ملاتړ تورنوي، خو دغه هیوادونه بیا پلان لري چې د اندېښنو د لېرې کولو په موخه له ترکېې سره په ډېره لوړه سطحه خبرې وکړي.

تر دې وړاندې په یوه رپوټ کې ويل شوي ول چې اردوغان اسکاندیناوي هیوادونه، د «تروريستي ډلو مېلمستون» بولي او وايي چې د کردستان د کارګرانو ګوند غړي (پ.ک.ک.) په سويډن کې پناوې اخیستي دي.

په ۲۰۱۹م کال کې د ترمپ تر عاجل تصمیم وروسته د روسېې او ترکېې په منځګړيتوب يو اوربند رامنځ ته شو.

اما ترمپ ډير ژر له خپلې خبرې پر شا شو او نتجه يې دا شوه چې اوس هم په سوريه کې شاوخوا ۹۰۰ امریکايي عسکر په رسمي توګه حضور لري چې د داعش پر ضد جګړې یوه برخه ده.

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایدن، که څه هم له افغانستان څخه تر شل کلنې جګړې وروسته خپل ټول ځواکونه وښکل، خو له سورېې څخه د خپلو پاتو عسکرو د ايستلو په اړه ېې تر اوسه کوم څه نه دي ويلي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.