1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سندرو او موسيقۍ سره له کرونا سره مقابله

۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعه

د آلمان په بامبرګ ښار کې عام خلک غواړي ‌چې په سندرې سره د ايټالويانو روحيه لوړه کړي. ايټاليا له دغه نوي‌ ويروس څخه ډېره زياته اغېزمنه ده.

https://p.dw.com/p/3ZmMd
BdT | Italien Corona-Quarantäne | Menschen singen und musizieren auf ihren Balkonen
انځور: Imago-Images/Independent Photo Agency Int./C. Cozzoli

د «بېلا چاو» په نامه د يوې ياغي او چريکي سندرې په واسطه د آلمان د بامبرګ ښار اوسيدونکو سندري په يوټيوب کې څه باندې ۳۰۰ زره کليکونه په لاس وروړي‌دي.

د دغي مفکورې لرونکي او عملي کوونکی وايي چې «دا د ګاونډيانو ترمنځ يوه ډېره ناڅاپي مفکوره وه. د هغه په خبره: «زه ډېر حيران يم چې هغه د خلکو احساسات څومره پاروي.» دغه ويډيو په ايټالوي‌ ژبه په يوه احساساتي‌وينا شروع کيږي چې يو تن پکې خپل احساسات بيانوي.‌ نوموړی وايي‌ چې له ايټاليا څخه خپاره شوي‌ انځورونه څومره دردونکي‌دي‌او دی څومره پاروي.

کرونا ايټاليا ډېره اغېزمنه کړې او ځپلې ده

د پيوستون او خواخوږۍ د روحيې له مخي يې بيا پرېکړه وکړه چې د ايټالوي‌ ژبې «د آزادۍ تر ټولو وتلې سندره سره ووايي راځی چې سندره سره ووايو. په دې جمله سره نوموړی پر خپلو ګاونډيانو باندې غږ کوي‌ او خپل کيبورډ يا پيانو ته کښېني.

Pressebilder | Cristian Măcelaru | George Enescu Festival
انځور: George Enescu Festival / Alex Damian

ګاونډيان يې هم له کړکيو دباندې خوا ته ګوري يا د کورونو پر بامونو باندې ختلي دي. هغوی بيا سندره وايي،‌ ځينې پکې ګيتار غږوي او نور ډول وهي. يو تن د چټليو يا کثافاتو له لوښي څخه د ډول په صفت کار اخلي او يوه وړه نجلۍ د ايټاليا بيرغ په لاس کې نيسي.

په ايټاليا کې هم په تيرو ورځو کې ډېره له برنډې او کړکيو څخه په ټولو کوڅو کې د سندرو ازانګې خپرې کړې دي څو د قرنطين او انزوا په حالت کې يو بل خوشحاله‌او له مرسته کوونکو څخه مننه وکړي. په ايټاليا کې د مارچ د لسمي نېټې راهيسي پر ګرځېدو بنديز جاري شوی دی.