1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلونو مهاجر په مديترانې سمندرګي کې ژغورل شوی دي

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

په ورستيو څو ورځو کې له زرو څخه ډير مهاجر په مديترانې سمندرګي کې له ډوبيدو ژغورل شوي دي. د موسم په توديدو سره له دغې سمندري لارې اروپا د تلونکو مهاجرو په شمير کې لوړوالی رامنځ ته شوی دی.

https://p.dw.com/p/30BKi
Libyen Migranten aufSchlauch von Schiff der deutschen NGO Mission Lifeline gerettet
انځور: picture-alliance/AP/Mission Lifeline/H. Poschmann

د ليبيا ساحلي ساتونکو په حواله، دوی د تيرې جمعې په ورځ لږ تر لږ ۲۰۰ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې له مرګ څخه وژغورل. دغه مهاجر په دوو کشتيو کې سپاره ول چې په سمندر کې له پيښې سره مخ شوي ول. له دې سربيره ليبيايي ساتونکو په يوه بله جلا پيښه کې ۹۴ مهاجر چې کشتۍ يې اوښتې وه، ژغورلي دي. دغه مهاجر د ليبيا ساحلو څخه ۱۲ مايله لرې ژغورل شوي دي. ويل کيږي چې په احتمالي توګه پنځه مهاجر مړه شوي هم وي.

د ليبيا د سمندري ځواکونو يوه وياند ویلی دي چې ژغورل شوي مهاجر د سودان، نايجريا، چاد او مصر هيوادونو څخه دي.

Spanien Malaga 55 gerettete Migranten
ژغورل شوي مهاجر د سودان، نايجريا، چاد او مصر هيوادونو څخه دي.انځور: picture-alliance/Zumapress/J. Merida

د ليبيايي چارواکو په وينا په مجموعي توګه له تيرې چهارشنبې ورځې راهيسې، ۹۰۰ مهاجر ژغورل شوي.

د ليبيا ساحلي ساتونکي وايي، د هوا او اوبو په توديدو سره، د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلونکو مهاجرو په شمير کې زياتوالی راغلی دی. ورسره جوخت په دغه سمندرګي کې د ژغورنې ماموريتونه هم ډير شوي دي.

هاخوا اسپانيايي چارواکو ويلي دي چې دوي ۵۶۹ مهاجر ژغورلي دي. د ايتاليا په سويلي ساحلونو کې يوې باروړونکې ډنمارکي کشتۍ هم ۱۱۳ مهاجر له اوبو ښکلي دي.

د ايتاليا د کورنيو چارو وزير ماتئو سالويني چې د مهاجرت ضد سياست تعقيبوي اوس يې د مهاجرت په چارو کې له نويو اقداماتو کار اخيستلی دی. هغه ويلي دي چې نور به د ژغورونکو ډلو مهاجر ليږدونو کشتيو ته اجازه ورنکړي چې د دوي په بندرونو کې مهاجر ښکته کړي. سالويني ويلي دي: «زه غواړم د مافيا او انساني قاچاق کاروبار له منځه يوسم.»

ايتاليا خپل دغه سياست په ورستيو ورځو کې په عمل کې هم ثابت کړی دی. دغه هيواد تيره اوونۍ د «اکواريوس» کشتۍ ته چې شاوخوا ۶۰۰ ژغورل شوي مهاجر په کې سپاره ول، اجازه ورنکړه چې په بندر کې يې لنګر واچوي. د ايتاليا د ممانعت له وجې د يکشنبې په ورځ (جون ۲۴مه) هم دوه کشتۍ په سمندر کې اړ شوې چې انتظار وباسي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: