1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سریلانکا کې د درو مسلمانانو جسدونه جبراً سوځول شوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

د سریلانکا چارواکو د کرونا ویروس له امله د مړو شویو ناروغانو د جسدونو سوځول الزامي کړي دي. اوس د دریو مسلمانو ناروغانو مړي په جبري ډول سوځول شوي دي. دې کار په دغه هیواد کې میشت مسلمان اقلیت سخت په غوسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ap23
Sri Lanka Batticaloa Krankenhausangestellte und Soldaten versammeln sich an der Tür einer Leichenhalle
انځور: AFP/L. Wanniarachchi

سریلانکایي چارواکي وایي چې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو ناروغانو د جسدونو د سوځولو پریکړه د دې له پاره شوې ده چې د داسې کسانو د ښخولو پر مهال نور روغ انسانان اغیزمن نه شي. خو سیمه ایزو مسلمانانو د دې پریکړې په مخالفت کولو سره ویلي دي چې د هر مسلمانان د مړي سوځول د مسلمانانو د اساسي عقیدې، ديني احکامو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

نړیوال روغتیایي سازمان؛ سوځول او دفنول دواړه سم دی

د سریلانکا د روغتیا وزیر پاوترا وانیاراچهي، د یکشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۲ نیټه) وویل: «هر هغه کس چې د کووید-۱۹ له امله مړ شوی وي، او یا پرې شک وي چې د دې ناروغۍ له امله مړ شوی دی، د هغه مړی به سوځول کیږي.»

د دې برعکس نړیوال روغتیایي سازمان(WHO) بیا وایي چې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو جسدونه کیدای شي ښخ او یا هم وسوځول شي.

Sri Lanka Negombo Mohamed Anwar
مسلمانان د سریلانکا د نفوس لس سلنه برخه تشکيلوي او په دې توګه د دغه هیواد مهم اقلیت ګڼل کیږيانځور: DW/R. M. Lilani

د سویلي آسیا په ټاپویي هیواد سریلانکا کې په دې اړه هغه وخت د مسلمان اقلیت له خوا احتجاج پیل شو، چې د دریو مسلمانانو جسدونه د هغو د کورنیو او خپلوانو له مخالفت سره سره وسوځول شول.

دوی غوښتنه کوله چې د خپلوانو جسدونه یې د سوځولو پر ځای ښخ کړای شي. دا درې واړ مسلمانان په هغو ۷ کسانو کې شامل دي چې تر اوسه په سریلانکا کې د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په دغه هیواد کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس تر۲۰۰ ډيرې مثبتې پيښې تائید شوي دي.

د بشري حقونو په برخه کې فعالو مختلفو سازمانو د سریلانکا حکومت د دې پریکړې مخالفت کړی دی. د سویلي آسیا له پاره د بشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل استازي بیراج پټنائک وایي: «په دې ستونزمن وخت کې چارواکو ته په کار دي چې په هیواد کې د مختلفو مذهبي او ټولینزو پرګنیو یو له بل سره د نږدې کولو کوښښ وکړي، نه دا چې د هغوی ترمنځ له مخکې نه موجود درځ لا پسې ژور کړي.»

سریلانکا ۲۱ میلیونه نفوس لري چې ۱۰ سلنه یې مسلمانان دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز