1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سرپل کې د تیلو استخراج

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ فروردین ۲۲, دوشنبه

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې د سرپل ولايت د قشقري نفتي زيرمو د استخراج له درکه به د ورځي یو لک او نولس زره ډالر عاید ولري. خو دا پروژه چا ته په قراداد ورکړل شوي؟

https://p.dw.com/p/49mDN
Wiederaufbau Masar-i-Scharif
آرشیفانځور: DW

د سرپل ولایت د قشقري د تيلو څانان د افغانستان له غني نفتي زیرمو بلل کیږي، چې تازه یې طالبانو د استخراج خبر ورکړی.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند مفتي برهان دویچه ویله ته وویل چې د وزارت فني او تخنیکي ټیم په مرسته د  قشقري د نفتو زیرمو پرانیسته کړي، چې هره ورځ لسګونه ټنه خام تیل اسختراجوي او د ورځې میلیونونه افغانۍ عاید لري.

هغه وایي، اوس په عملي توګه د قشقري تیلو څاه ګانو څخه خام مواد رایستل په عملي توګه پیل شوې دي.

هغه وویل: «د قشقري د نفتو خامو موادو د څاه ګانو پرانیسته تېره هفته وشوه، چې په ۲۴ ساعتونو کې به ۲۰۰ ټنه نفت استخراج کیږي او دویمه خبره دا ده، چې دولت به په ورځيني توګه یو لک او نولس زره امریکایي ډالره عايد ولري چې مرکزي بانک ته تحویلیږي.»

نوموړی وایي، تر اوسه له کوم شرکت سره قرارداد نه دی شوی، خو ډېر شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو په دغه معدن کې د پانګونې لېوالتیا ښودلي او د کانونو او پطرولیم وزارت ته یې غوښتنلیکونه ورکړې دي.

هغه وايي: »موږ تر اوسه د قشقري د تیلو رایستلو له پاره له چا سره قرارداد نه دی کړی، خو البته ډېر شرکتونه راوړاندې شوې دي، او مخکښ یې مخکنی چینایي شرکت دی، چې له پخواني حکومت سره یې قرارد درلود. په نږدې ورځو به د قشقری قرارداد نهایي او ترسره شي.»

مفتي برهان زیاتوي، اوس پر تاسیساتو کار روان دی او د خامو تیلو رایستلو وروسته به همدلته پروسس کیږي او په هېواد کې به پلور ته وړاندې کیږي.

په همدې حال کې د سرپل ولایت اوسیدونکي د قشقري تیلو رایستلو بهیر په پیلولو خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي، چې دغه سیمې او خلکو ته پام ډېر شي.

د سرپل ولایت یوه اوسیدونکي غلام سخي وویل: »که چیرته د معدنونو استخراج پیلیږي، نو سرپل ته باید پام ډېر شي، دلته هیڅ ابادي نه ده شوي، دلته دې پروژې عملي شي. بل دا چې بې کاري ډېره ده، په سرپل کې خلک کار غواړي، په معدنونو کې دې زموږ خلکو ته کار ورکړل شي.»

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند زیاتوي، په دې پروژه کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې لومړیتوب به د سرپل اوسیدونکو ته ورکړل شي.

 په همدې حال کې د قشقري پروژې مسؤل هم وایي، چې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل: «د دې په انتقالاتو کې خلک مصروفیږي، په پلور کې به یې خلک مصروف شي، په مستقم او غیرې مستقیم ډول به د شمال خلکو ته د کار ډېره زمینه برابره شي.»

افغانستان د اوسپنې، نفتو، ګازو او نورو برخو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت کانونونه لري، چې په رایستلو سره به یې د افغانستان د اقتصاد په پښو درولو کې رغنده رول ولري.

د کانونو او پطرولیم وزارت له پاره د طالبانو ویاند مفتي برهان زیاتوي، په هېواد کې د معدونو له لارې یې عواید د پخواني په پرتله ډېر زیات شوې دي، چې په ورځيني ډول میلیونه افغانۍ عاید لري او په تېرو اوو میاشتو کې یې د هيواد معدنونو له لارې ۸ میلیارده افغانۍ راټولې او ملي بودجې ته سپارلې دي.