1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په زابل کې تر ۲۰۰ زيات کسان په يو ډول ساري ناورغۍ اخته سوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

د زابل ولایت د عامې روغتیا چارواکي وایي چې د دغه ولایت په یوه سېمه کې په لسونو کسان په يوې نوي ساري ناروغۍ باندې اخته شوي چې د ۲۰ کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4BSvt
Afghanistan humanitäre Hilfe
انځور: picture-alliance/AP/R. Maqbool

د طالبانو د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حکیم حکیمي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دې ولایت اړوند په شیخانو سېمه کې نوې سارې ناروغي باندې تر ۲۰۰ سوو ډېر کسان اخته شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

نوموړي وویل: «دا ناروغي د شاجوی ولسوالۍ څخه په ۳۰ کلیو مترۍ سېمه، شیخانو کلي کې  له دریو ورځو راهيسي رامنځته شوې ده. دوه, دوه نیم سوه کسان په دې ناروغۍ باندې مصاب شوي دي.»

د زابل د عامې روغتیا رئیس که څه هم د شلو تنو ناروغانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي خو زیاتوي چې ناروغانو ته پر وخت درملنه پیل شوې ده.

هغه وویل: «ناروغان یې له پښو وغورځول. سمدلاسه د دوی د پښتورګو اوبه یې وچولې ځکه د مایعاتو ضایعات یې بیخي ډېر ول. الحمدالله دوی ته دستي آی وي تراپي شروع شوه او له ضایعاتو څخه را وګرځېدل.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت بیا دویچه ویله ته وویل، د تحقیقاتو په پایله کې یې موندلې چې د زابل ولایت د شاه جوی په ولسوالۍ کې د شیخانو کلي خلک د کاریز څخه د څښلو اوبه وړلې یو علت یې د همدې کاریز د ناپاکو اوبه استعمال په نښه شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه د دغې ناروغې بل لامل د ناپاکو تازه مېوې خوړل یادوي چې دغه ولایت کې د توتانو موسم دی او په دودیز ډول دغه ولایت کې توتان پرته له مینځلو له ونې خوړل کېږي.

د زابل اوسېدونکي بیا د طالبانو له روغتیايي چارواکو غوښتنه کوي چې د ورته ساري ناروغیو په مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د زابل يو اوسېدونکی لعل محمد امیري وایي، دوی اندېښنه لري چې دغه ناروغۍ نورو سیمو ته هم ورسېږي چې له امله به یې د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ شي: «داسې نه چې دا ناروغۍ نوره هم پراختیا ومومي او نوره هم خپره شي. په دې اړه دولت باید جدي اقدامات وکړي ترڅو د دغي ناروغۍ مخه ونیول شي.»

نوموړی وایي، خلک دې په ګډه د چاپیریال په پاک ساتلو کې همکاري وکړي او د طالبانو حکومت دې د څښاک پاکې اوبه خلکو ته تیاري کړي.

هغه زیاتوي: «که عموماً دولت د کاریزونو او چینو غمه وخوري هلته به خلکو ته زمینه برابره نه شي چې د نا پاکو اوبو او چټليو له امله په ډول ډول ناروغیو اخته شي.»

روغتیا پالان په دې باور دي چې د دې ناروغۍ ځینې علایم کولرا ناروغي ته ورته ده.

د زابل ولایت یو تن ډاکټر نظر حریفال د دې ناروغي په اړه داسې نظر لري: «سهار د دې ناروغۍ درې نورې پېښې هم وې زیاتره علایم یې د کولرا ناروغي په شان دي.»

خو د زابل له پاره د طالبانو د عامي روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې د دې ناروغۍ علایم، اسهالات، تبه، د زړه بدوالی او ورته نورې نښې دي چې که درملنه یې پر وخت ونه شي، اخته کس به خپل ژوند له لاسه ورکړي.