1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي یوه پولیس خپله میرمن په تبر ووژله

۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبه

د چارواکو په حواله په زابل ولایت کې يوه تن خپله ميرمن په تبر وهلې او وژلې ده. ويل شوي عامل چې يو پولیس دی، نيول شوی دی. مدني فعالانو د دې ډول پېښو په زياتېدو اندیښنه څرگنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/3XCo8
Karte Afghanistan Provinz Zabul Deutsch
انځور: DW

د زابل ولایت  د امنیه قومندانۍ ویاند محمد لعل امیری نن دوشنبه د دويچه ويله سره په خبرو کې ويلي چې تیره شپه د حمیدالله په نامه یوه تن خپله میرمن په تبر وهلې او وژلې ده. دغه تن د مرکز کلات ښار د هزارې کلي اوسيدونکی دی.

چارواکو زياته کړې چې قاتل د خلکو په همکارۍ د پولیسو لخوا نیول سوی دی. امیري وايي، داپېښه د یو شمیر نورو پيښو په ډول د کورني تاوتریخوالي يوه پيښه ده. هغه زياته کړه: « نیول سوی پولیس په هیروینو معتاد او د زابل ولایت په اتغر ولسوالۍ کي دعملیات کنډک پولیس دی.«

د امیري په قول، نیول سوي پولیس منلې، چي خپله میرمن يې د لفظي شخړي وروسته په تبر پر سر وهلې، چي ځای پر ځای وژل سوې ده.

هغه زياته کړې چې حمیدالله اوس پښېمان دی او وايي، دايې لویه خطاء کړې ده. هغه ويلي:« زه غصه وم، په ځان نه پوهیدم، اوس ارمان کوم له ماڅخه سخته خطاء وسوه، دولت او له خپلي خسرګنۍ څخه بخښنه غواړم.«

په زابل ولایت کي مدني فعالان، روڼ اندي او د بشري حقونوپلویان دغه ډول پيښي غندي او له دولته غواړي، چي دغسی کسانو باندي زړه ونه سوځي او قانوني سزا ورکړي.

په مرکز کلات ښارکي د نېکزاد په نامه یوتن مدني فعال همدغه خبره کوي او وايي، که پر داسي قاتلانو زړه وسوځل سي، نو د زابلۍ میرمنو ژوند به نورهم تریخ سي. هغه زياتوي: « زه له ټولو عدلي او قضايي څانګو غواړم، چي دغه قاتل او نورو هغو کسانو ته، چي له ښځو سره تاوتریخوالی کوي، باید په رښتیا سره قانوني جزاوي ورکول سي، چي بیا نور څوک داسي کارونو ته زړه ښه نه کړي.«

د زابل د ښځو چارو رييس فوزیه رحیمي هم په دې اړه اندېښمنه ده او وايي، دا یوه پېښه نه ده، سږکال له دوی سره د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي ۲۲ پيښي ثبت سوي دي، چي بیلا بیل ډولونه لري.

د هغې په خبره، په دې اړه د دیني عالمانو همکاري شرط ده، چي د ښځو د حقونو ږغ له ممبره راپورته کړي. نوموړې زياتوي: «زموږ زابل کي ښځي خورا تریخ ژوند تیروي، همدا سږکال زموږ سره تر شل زیاتي د تاوتریخوالی بیلابیلي پيښي ثبت سوي دي، زه وایم دینی عالمان دي دجمعې په خطبو کي په دې اړه د خلکو سر ور خلاص کړي.«

دا په داسي حال کي ده، چي د زابل په ګاونډی ولایت روزګان کي سږکال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۸ پيښي ثبت سوي دي، چي پکښي ۲ د قتل او ۳ د جنسي تیري پيښي هم شاملي دي.

ابراهيم سپیڅلی، کندهار