1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي د بريښنا شرکت پنځه انجينران وژل سوي

۱۳۹۸ دی ۲۶, پنجشنبه

د زابل ولايت سيمه ايزو چارواکو د بريښنا شرکت د پنځو کسانو د وژل کيدو خبر ورکړی دی. د بريښنا شرکت دغه خبر تائيد کړی.

https://p.dw.com/p/3WIlX
Karte Afghanistan Provinz Zabul Deutsch
انځور: DW

د زابل ولايت چارواکو ويلي دي چي نن غرمه د بريښنا رسونې د شرکت پنځه تنه کارکوونکي په دغه ولايت کي د يوه ماين د چاودني پر وخت ووژل سول.

د بريښنا شرکت د يوې اعلاميي په خپرولو سره خبر ورکړی دی چي د بريښنا د پايو د جوړولو څانگې د انجينرانو د انتقال موټر، د کابل-کندهار پر لويه لار،  د زابل ولايت په شهرصفا کي پر يوه ماين برابر ختلی دی.

د زابل د والي وياند گل اسلام سيال دويچه ويلي ته وويل: «دغه پيښه د شهرصفا ولسوالۍ د انتنونو په سيمه کي رامنځته سوې ده. دغه پنځه کسان چي د پايو جوړولو له پاره سيمي ته پر لار ول، وژل سوي دي.»

هغه ددغه ماين د ايښودلو مسئوليت پر طالبانو اچوي، خو په خپله طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.