1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په راتلونکو څو کلونو کي به د کیلو محصولات ډیر لږ سي

۱۳۹۸ شهریور ۱۵, جمعه

په راتلونکو څو کلونو کي به د نړۍ په ډیرو برخو، له هغې جملې هندوستان او برازیل کي د کیلو محصولات ډیر لږ سي. دغه دوه هیوادونه د کیلو مهم صادراتي هیوادونه هم دي.

https://p.dw.com/p/3PAtw
Milchshakes
انځور: picture-alliance/H. Galuschka

ساینس پوهانو په مسلکي مجله (Nature Climate Change) کي لیکلي دي، چي په راتلونکو څو کلونو کي به په دغو دوو هیوادونو کي د اقلیمي بدلونونو په وجهه د کیلو محصولات ډیر راکم  سي. خو بیا په نورو هیوادونو، له هغې جملې څخه اکوادور او اندوراس کي چي د کیلو مهم صادرونکي هیوادونه هم دي او همدرانگه ځینو افریقايي هیوادونو کي د کیلو محصولات برعکس لوړ سي.

د بریتانیا د ایکسېتر له پوهنتون څخه د ساینس پوه، دانیل بېبر په مشرۍ یوه گروپ د کیلو تولیدونکو ۲۷ هیوادونو مختلف ارقام محاسبه کړي دي، لکه د هوا مساعده درجه، بارانونه او اقلیمي تغیرات.

د هغوی په خبره تر ټولو ډیر به په برازیل او کولمبیا کي د کیلو محصولات راکم سي. دوی زیاتوي چي: «موږ د کیلو پر ونو باندي د مختلفو ناروغیو او اقلیمي بدلونونو له تأثیراتو څخه ډیر اندیښمن یوو، کوم شي ته چي تر اوسه پوري هیڅ توجه نه ده، ورته سوې.»

همدا لږ وخت دمخه د کولمبیا د زراعت وزارت رپوټ ورکړ چي تر اوسه پوري یوازي په اسیا او افریقا کي رامنځته سوي د کیلو ناروغۍ ددغه پنځم کیلو تولیدونکي هیواد ډیر محصولات له منځه وړي دي.

گ.پ /ن.ز /آژانسونه