په دوو چاودنو کې ۱۶ افغانان وژل شوي دي
۱۳۹۴ فروردین ۲۱, جمعهد ننګرهار ولایت د روغتیا ریاست یوه چارواکي ویلي دي چې په پیښه کې ۱۳ تنه ټپيان شوي هم دي. هغه زیاته کړې ده: «څلور کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور بیا ټپیان دي. د پیښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.»
د ننګرهار پولیسو هم پیښه تایید کړې ده خو ویلي یې دي چې لا نه پوهیږي چې ایا بهرنیانو هم د پیښې له کبله تلفات لرل او که نه؟ د طالبانو ویاند د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
په یوې بلې پیښې کې په غزنی ولایت کې هغه وخت ۱۲ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د هغوی موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو.
د غزني ولایت مرستیال محمد علي احمدي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دی: «نن سهار یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو. په پیښه کې ۱۲ تنه ملکي وګړي ووژل شول او موټر هم ویجاړ شوی دی.»
لا تر اوسه پورې د غزني ولایت د پيښې مسوولیت کومي ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو طالبان ډیر وخت د سړک د غاړي له ماینونو څخه د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو په موخه استفاده کوي. ډیر وخت ملکي وګړي د سړک د غاړې ماینونو قرباني کیږي.
په وروستیو وختونو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د پنجشنبې په ورځ هم وسلوالو کسانو د بلخ ولایت د څارنوالۍ پر ریاست باندې برید وکړ چې په پایله کې یې په سلهاو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هڅه کوي له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي. افغان ولسمشر د ګاونډي هیواد پاکستان او سعودي عربستان په مرسته غواړي د سولې یوه توافق ته ورسیږي.