1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په دوو ولایتونو کې ۱۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي

۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په بدخشان او هرات ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې یوولس امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/39wBn
Afghanistan Kämpfe in Ghazni
انځور له آرشیف څخهانځور: Reuters/M. Ismail

د آلمان خبري آژانس د بدخشان د ولایتي شورا غړي ناجي نظري، له قوله ویلي دي چې د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې پر یوه پوځي پوسته باندې د طالبانو په برید کې شپږ عسکر وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره د تیري شپې په برید کې نور شپږ عسکر ټپیان شوي هم دي. د رپوټونو له مخې طالبانو په دغه ولایت کې چې تاجکستان ته نزدې پروت دی په وروستیو کې خپل فعالیت زیات کړی دی.

په عین وخت کې د هرات د ولایتي شورا غړي سردار بهادري، ویلي دي چې په غوریان ولسوالۍ کې پر یوه پوسته باندې د طالبانو په برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره په دغه برید کې نور څلو پولیس ټپیان شوي او د پولیسو درې تنه افسران برمته نیول شوي دي.

په وروستیو وختونو کې طالبانو د امنیتي ځواکونو او حکومتي ودانیو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.