په دوهمه نړيواله جګړه کې يو ورک شوی موټر پیدا شو
۱۴۰۱ فروردین ۸, دوشنبهد آلمان پوځ یو موټر چې له دوهمې نړېوالې جګړې راهیسې ورک وو، د ايټالیا په یوه سیند کې موندل شوی دی.
د آلمان خبري آژانس ليکلي چې په دغه سیند کې د اوبو سطحې ډيره ښکته شوې او دغه کار د موټر په موندلو کې مرسته کړې ده.
دوو سکواټرونو او د ژغورنې ګڼ شمیر کارکونو د بیلونو او سطلونو په مرسته د شنبې او يکشنبې په ورځو کار کړئ تر څو دغه موټر له خټو څخه راوباسي. ويل شوي چې موټر د ايټالیا په سرمیده نومي کلي کې موندل شوی دی.
په سرمیده کې د دوهمې نړيوالې جګړې د موزیم مشر، زیمون ګایدورزي د دوشنبې په ورځ وويل: «دا يو سخت عملیات وو.»
د تاريخپوهانو په خبره، دغه موټر «Sd-Kfz.11» ډوله دی چې د درنو وسلو د انتقال له پاره ورڅخه استفاده کیږي.
نازي ځواکونو د ۱۹۴۵م کال په اوایلو کې د شاتګ پر مهال خپل ګڼ شمیر پوځي وسایط د دې له پاره چې د متحدينو لاس ته نه وي لويدلي، د ايټاليا په تر ټولو اوږده سیند کې ډوب کړل.
زیاته شوې چې موندل شوی موټر به په موزیم کې د نمایش له پاره کیښودل شي.
د فرانسې سمندري ځواک هم د دوشنبې په ورځ وويل چې په مانش کانال کې يې د آلمان د يوې پوځي بيړۍ مهمات چې ۸۰ کاله مخکې ډوبه شوې وه، موندلي دي.