1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دونباس او اوکراین په جنوب کي د ساختګي ریفرانډم وروستۍ ورځ

۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

د روسیې لخوا د اوکراین په څلورو کنټرولیدونکو منطقو کي نن سه شنبه له روسیې سره د یوځای کیدو ساختګي ریفرانډم پایته رسیږي.

https://p.dw.com/p/4HOn5
Ukraine | Krieg | Scheinreferenden
انځور: ITAR-TASS/IMAGO

د ریفرانډم په اخري ورځ، یعني نن به هم د بیلتون غوښتونکو لخوا کنټرولیدونکي د دونباس د منطقې په دونیڅک او لوهانسک ښارونو او همدارنګه د اوکراین د جنوب په خِرسون او زاپروژیا کي انتخاباتي حوزې خلاصي پاته سي. تر اوسه پوري د روسي پلوه چارواکو استازي کور په کور وګرزیدل، تر څو رايي راټولي کړي. د روسیې سره ددغو څلورو منطقو ممکنه یوځای کیدل بیا د غربيانو لخوا د غیر قانوني عمل په حیث غندل سوی دی. 
د بلي خوا بیا د یوه نظامي تشنج د ډیریدو بیره موجوده ده، ځکه پر دغو منطقو باندي د اوکراین یوه حمله به مسکو پر خپل ارضي تمامیت باندي د حملې په توګه تعبیرکړي.