1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون د نهايي کولو هڅي

۱۳۹۸ شهریور ۵, سه‌شنبه

د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ روانې پريکړنده خبرې اترې به چې امريکا له افغانستانه د خپلو عسکرو راوتل پلان کړي، رواني دي. د طالبانو وياند ويلي دي چي اوس «د تړون د وروستيو ټکو د نهايي کولو هڅه کيږي.»

https://p.dw.com/p/3OXaG
Katar Innerafghanisches Dialogtreffen über Wege zu Frieden in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د فرانسې خبري آژانس د يوه خبريال په حواله د مذاکراتو د نهم پړاو په څلورمه ورځ خبرې اترې چې د شپې تر اته نيمې بجو وروسته هم روانې وې، په ترڅ کې یې د طالبانو او امريکا استازو له يو بل سره د مذاکراتو او پر پاڼو د کار په حال کې وليدل شول.

طالبانو تر دې دمخه ويلي ول چې له واشنگټن سره د تړون پر تخنيکي اړخونو کار کوي څو په افغانستان کې له ۱۸ کلنو راهيسي رواني جگړې ته د پای ټکی کيښودل شي.  

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو استازي زلمي خليلزاد د دوشنبې په ورځ د دې په ځواب کې چې تړون به د امريکا له ملاتړه د برخمن افغان حکومت پر ضد جگړه صدق ونه کړي، د تويتر له لارې ليکلي ول: «موږ اوس هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو او له طالبانو سره تر هر تړون وروسته به هم ترې دفاع وکړو.»

هغه په خپل تويت کې دا هم ليکلي ول چې په مذاکراتو کې شامل ټولو اړخونو پر دې توافق کړی دی چې «د افغانستان راتلونکی به د بين الافغاني خبرو اترو له لارې ټاکل کيږي.»

طالبانو ويلي دي چې له امريکا سره به هر ډول تړون د رسنيو او همدا راز د گاونډيو هېوادونو چين، روسیې او ملگرو ملتونو په حضور کې اعلان کړي.

د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين د تويتر له لارې ويلي چې ښکيل اړخونه به د سه شنبې په ورځ خبرې د ځايي وخت پر اووه بجو پېل کړي «څو د تړون د وروستيو ټکو د نهايي کولو هڅه وشي.»

امريکا متحده ايالات غواړي چې له افغانستان څخه خپل په زرونه عسکر وباسي خو په بدل کې یې دا تضمين غواړي چې طالبان له القاعدې سره خپلې اړيکې پرې او افغانستان د ترهگرو په پټنځای بدل نه شي.

د واشنگټن حکومت تمه لري چې د سپتمبر تر لومړۍ نیټې د مخه يعني په افغانستان کې په همدې مياشت کې او په امريکا کې په راتلونکي کال کې د ولسمشریزو ټاکنو ترمخه يوه توافق ته ورسېږي.

د دوحې خبرې اترې په داسې حال کې کيږي چې په افغانستان کې زور زياتی په دوامداره توگه روان دی. طالبانو د شنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د امريکايي پوځ اووه تنه غړي یې باگرام ته نژدې د هغوی پر يوه کتار د بريد په ترڅ کې وژلي دي. خو امريکايي چارواکو دغه ادعاوې دروغ بللي دي.

د پنتاگون له خوا ويل شوي چې د چهار شنبې په ورځ په فارياب ولایت کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي دي. د طالبانو وياند سهيل شاهين ويلی ول چې د امريکايي عسکرو وژل کيدل به د دوحې پر خبرو «مثبت اغیز» ولري.

BS/NZ (AFP