1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په داووس کې د ټرمپ او غني ملاقات

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني له خپل امریکایي سیال دونالد ترمپ سره د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې لیدلي دي. د غني د ویاند په وینا پر نورو سربیره د افغانستان د وضعیت او سولې پر موضوعاتو خبري شوي دي.

https://p.dw.com/p/3WeBF
Schweiz - Afghanistan Konferenz in Genf: Ashraf Ghani
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان جمهوررئیس د متحده ایالاتو له ولسمشر سره لیدلي دي. د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي، د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «دواړو مشرانو د افغانستان د وضعیت، سولې او امنیت او د سیمې په تړاو خبري کړي دي.»

په ټویټ کې وړاندې راغلي دي چې دواړو مشرانو هغه موضوعات بررسي کړي چې په بګرام کې یې د خپل وروستي ملاقات په ترڅ کې پرې بحثونه کړي ول. خو د جمهوررئیس ویاند د نني ملاقات په تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي.

له غني سره تر ملاقات دمخه دونالد ترمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي وو. عمران خان ویلي ول چې د افغانستان د سولې پروسه لومړیتوب لري او په خبره یې د افغانستان د شخړې په هکله د متحده ایالاتو او پاکستان دریځ یو دی.

په تیر میلادي کال کې دونالد ترمپ په یوه ناڅاپي سفر بګرام هوایي اډې ته رسیدلی وو چيري چې امریکایي ځواکونه میشت دي. افغان ولسمشر له ترمپ سره په بګرام کې لیدلي ول او د یو شمیر موضوعات په هکله یې خبرې کړې وې.

دواړه مشران په داسې یوه وخت کې ملاقات کوي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ لا هم لیدنې کتنې ادامه لري. په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ماښام د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي ول چې ملا برادر، عباس ستانکزي او امیر خان متقي له زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له مشر جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي وو.