په جوزجان کې ۱۴ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي
۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبهد جوزجان د والي وياند عبدالمعروف اذر وويل چې د طالبانو په دې بريد کې له وژل شويو ۱۴ کسانو څخه یې ۱۳ د حکومت پلوه مليشو غړي دي او يو تن پولیس دی.
نوموړي زياته کړه چې له مليشه ځواکونو څخه ۵ تنه ټپيان شوي دي او دوه یې لادرکه دي. هغه زياته کړه چې سيمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي او دغه پوسته اوس په بشپړ ډول د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده.
په عين حال کې امريکايي ځواکونو په هغه رپوټ کې چې هره ورځ یې افغان ځواکونو سره په شريکه د ترسره شويو شپنيو عملياتو په اړه ورکوي، ويلي چې په ټول هېواد کې یې د عملياتو په ترڅ کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژلي او يو شمير نور وسله وال یې نيولي دي.
طالبانو په دې وروستيو کې د افغانستان په شمال کې بريدونه زيات کړي دي. د يکشنبې په ورځ یې په تخار ولايت کې د مليشه وو پر يوه پوسته بريد کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژلي ول. د جمعې په ورځ هم په هلمند کې يوه بريد لږ تر لږه ۱۰ تنه سرتيري ووژل.
طالبانو د جوزجان د دې ننني بريد پړه منلې ده او ويلي یې دي چې د يوه تن پوليس په گډون یې يو شمير ولسي پاڅون کونکي وژلي دي.
bs/mq (AP)