1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په جرمني کې یوه رستورانت کرونا ویروس خپور کړی دی

۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبه

د جرمني په شمال کې له یوې شخصي میلمستیا وروسته معلومه شوې چې لس کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. د روغتیا چارواکي وايي چې داسې شواهد یې موندلي چې د فاصلې اصول او روغتیايي لارښوونې نه وې مراعت شوې.

https://p.dw.com/p/3cgmM
Deutschland Leer | Restaurant "Alte Scheune" - Corona-Ausbruch in Niedersachsen
انځور: picture-alliance/dpa/L.-J. Klemmer

د جرمني په نیدرزاکسن کې روغتیايي چارواکو ویلي چې دوی په روانه اونۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو د یوې پیښې تر پلټنو وروسته وموندله چې د کرونا ویروس د خپریدو د دغې پیښې ریښه یوه رستورانت ته رسیدلې ده. د چارواکو په خبره، په دغه رستورانت کې تر یوې شخصي میلمستیا وروسته لږ تر لږه ۱۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او زیاتوي چې دوی د فاصلې اصول او طبي سپارښتنې نه وې مراعت کړې.

چارواکو ویلي چې د نیدرزاکسن ایالت په مورمرلنډ سیمه کې د رستورانت د څښتن په شمول لږ تر لږه ۱۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. د اخته شویو کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښوول شوی دی.

د معلوماتو له مخې د روانې مې میاشتې په ۱۵مه نیټه د «الټه شونه» په نامه یوه رستورانت د ترمیم تر یوه کلن ځنډ وروسته د بیا پرانیستنې له پاره مراسم ترسره کړي وو. د رستورانت مالک د «اوسټ فریزن څایتونګ» په نامه یې ورځپاڼې ته وویل چې هغه شاوخوا ۴۰ تنه را بللي وو چې د رستورانت په ترمیم کې یې ورسره مرسته کړې وه. د نوموړي په خبره، دغه څه یوه میلمستیا نه بلکې تر رسمي پرانیستل کیدو وړاندې د رستورانت له پاره یو آزمایښتي پړاو وو.

Niedersachsen Leer Corona-Ausbruch in Restaurant
انځور: picture-alliance/dpa/L.-J. Klemmer

د ان ډي آر په نامه آلماني تلویزیون په خپل رپوټ کې ویلي چې په دغه میلمستیا کې ګډونوالو د کرونا اړوند طبي سپارښتنې له پامه غورځولې وې او خلکو یو بل ته د لاسونو په ورکولو سره روغبر کړی او له ماسکونو څخه یې د میلمستیا په ترڅ کې استفاده نه وه کړې. دغې رسنۍ ویلي چې په دې پیښه کې خلکو د لږ تر لږ ۲ مترو فاصلې ساتلو اصول هم نه وو مراعت کړي.

روغتیايي چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۷۰ تنه نور چې له دغو کسانو سره په تماس کې وو اوسمهال تر قرنطین لاندې دي او په دې برخه کې نور معاینات ادامه لري.

د جرمني‌ نیدرزاکسن ایالات د کرونا اړوند تر شدیدو محدودیتونو وروسته د روانې مې میاشتې په ۱۱مه نیټه رستورانتونو ته د بیا پرانیستلو اجازه ورکړه. دغه ایالت د رستوارنتونو له پاره شدید روغتیايي تدابیر وړاندې کړي چې پکې د فاصلي مراعتول او نورې روغتیايي سپارښتنې شاملې دي.

زموږ له آرشیف څخه: