1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په جرمني کي د کرونا دوهمه څپه راروانه ده

۱۳۹۹ مرداد ۱۵, چهارشنبه

تر اوسه پوري په آلمان کي د کرونا پر وړاندي مبارزه په مقایسوي ډول ښه پر مخ روانه وه. خو اوس مخ په زیاتیدونکي ډول په کرونا اخته سوي توریستان راروان دي او مکتبونه هم  بیرته پرانیستل کیږي. آیا جرمني دا هر څه ته آماده دی؟

https://p.dw.com/p/3gQnQ
Deutschland | Gesundheitsminister Spahn |  Corona-Testpflicht für Rückkehrer aus Risikogebieten
حکومت غواړي محدودیتونو ته په ورځني ژوندانه کي د امکان تر حده په پراخه پیمانه د پخوا په ډول همداسي دوام ورکړيانځور: Getty Images/T. Lohnes

د راتلونکي اونۍ په نیمایی کي د جرمني له ۱۶ ایالتونو څخه په شپږو یعني، میکلینبورګ فورپومیرن، هامبورګ، برلین، براندنبورګ، شلیسویګ هولشتاین اونورد راین ویستفالین کي مکتبونه بیرته شروع کیږي. په مارچ میاشت کي د مکتبونو د تړلو له امله زده کوونکو د انترنت له لاري خپل درسونه پر مخ بیول.

د ماربورګ ښار د ډاکټرانو د اتحادیې مشره سوزانه یوهنا خبرداری ورکوي چي: که څه هم موږ ټول یوه عادي حالت ته د راګرځیدو په تمه یو، خو موږ په داسي یوه حالت کي یو چي هغه نورمال یا عادي نه دی. یو وار بیا په کرونا باندي د اخته کیدو ډیرو پیښو ته په کتو سره آلمان د کرونا دوهمي څپې ته آمادګي نیسي.

دسپیلن سم نه مراعاتیږي

Deutschland Bayern, Mamming | Coronavirus | Testzentrum
د اخته کیدو نوو پیښو ته په کتو چارواکي غواړي د امکان تر حده ډیر ژر ددغه ویروس د شیوع ځایونه په ګوته کړيانځور: Getty Images/AFP/C. Stache

ډاکټران خبرداری ورکوي، هغه محدویتونه لکه یو له بل څخه واټن نیول او د نظافت مراعاتول چي د کووید ۱۹ ناروغي د پراخیدو د مخنیوي له پاره رامنځته سوي ول اوس په ښکاره ډول د خلکو له خوا  نه مراعاتیږي. اوس به نو د مکتب زده کوونکي د دغه ډول محدودیتونو پر وړاندي څه ډول چلند وکړي.

د روستوک د یوې لیسې مدیر مارکوس ریمر هم خبرداری ورکوي، که په مکتبونو کي دغه ډول تدابیر مراعات هم سي خو زده کوونکي په ډکو بسونو او ریلګاډو کي راځي او هلته پرته له واټن نیولو څخه یو له بل سره د غیږي روغبړ کوي، بیا به نو دا هرڅه بې ګټي وي.

د اخته کیدو نوري پیښې به هم رامنځته سي

د مونشن ویروس پیژندونکې اولریکا پروڅر له دې څخه خبرداری ورکوي چي تر سفر وروسته، په کرونا باندي د اخته کیدو یو منفي تِست هم کیدای سي درې یا څلور ورځي وروسته مثبت ثابت سي. دا کار یوازي هغه وخت ګټه رسوي چي څلور یا پنځه ورځي وروسته یو دوهم تِست هم تر سره سي او نوموړی کس باید تر هغه وخت پوري له نورو سره اړیکي بندي کړي.

د اخته کیدو نوو پیښو ته په کتو سره چارواکي او صحي ادارې غواړي د امکان تر حده ډیر ژر ددغه ویروس د شیوع ځایونه په ګوته او د هغه مخه ونیسي. د ماربورګ د ډاکټرانو د اتحادیې مشره سوزانه وايي، روغتونونه د کرونا ويروس د مخ پر زیاتیدونکي ډول ناروغانو له پاره آمادګي نیولې ده. څرنګه چي نوې څپه به په تدریج سره پر مخ ولاړه سي نو عاجل بسترونه به هم په نوبت سره د ناروغانو په اختیار کي ورکړل سي.

Deutschland | Gesundheitsminister Spahn |  Corona-Testpflicht für Rückkehrer aus Risikogebieten
حکومت غواړي محدودیتونو ته په ورځني ژوندانه کي د امکان تر حده په پراخه پیمانه د پخوا په ډول همداسي دوام ورکړيانځور: Getty Images/T. Lohnes

نوي محدودیتونه نه غواړو!

په عین حال کی بیا حکومت غواړي محدودیتونو ته په ورځني ژوندانه کي د امکان تر حده په پراخه پیمانه د پخوا په ډول همداسي دوام ورکړي. خو د شرکتونو، مغازو او همدارنګه مکتبونو تړل به پکښي شامل نه وي. د شلیسویګ هولشټاین ایالت د ښووني او روزني وزیري کارین پرین د آلماني رسنۍ سره د یوې مرکې په ترڅ کي ویلي: »موږ په دې متیقن یوو، هغه محدودیتونه چي د کال په سر کي رامنځته سول، بیا به په هغه شکل رامنځته نه سي.«

سیاستوال تخنیکي مرستو ته هم اړتیا لري.د کرونا د خبرداري « اپ » چي د اخته کسانو سره د خلکو اړیکي تعقیبوي، تر اوسه د ۱۶،۵ میلیونو آلماني اتباعو له خوا داڼلوډ سوی دی.

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: