1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په تیرو انتخاباتو کې د طالبانو بریدونو تر نورو ډیر تلفات لرل

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ وویل چې د تیرو پارلماني ټاکنو پر مهال د طالبانو بریدونو او پارونو لوړه مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده. ویل شوي دي چې د تیرو ټاکنو تلفات تر ټولو نورو ټاکنو لوړ ول.

https://p.dw.com/p/37iVE
Afghanistan Parlamentswahlen
انځور: Getty Images/AFP/F. Zahir

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل چې د اکتوبر پر ۲۰مه د افغانستان د پارلماني ټاکنو پر مهال او تر هغه څو ورځې وروسته د کندهار په ټاکنو کې،  لږ تر لږه ۴۳۵ ملکي تلفات ثبت شوي دي. له دې ډلې څخه ۵۶ تنه وژل شوي او ۳۷۹ تنه نور بیا ټپیان دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې د افغانستان د روان کال د ټاکنو تلفات د تیرو څلورو ټاکنو په پرتله لوړ دي. دې سازمان زیاته کړې ده چې د «ټاکنو بهیر د له پامه غورځولو او زیانمولو په موخه یو قصدي کمپاین پيل شوی وو.»

طالبانو لا تر ټاکنو مخکې څو وارې ګواښ کړی وو چې پر دې بهیر به بریدونه وکړي او له خلکو یې غوښتې ول چې په ټاکنو کې برخه وا نه خلي.

تر ټاکنو میاشتې مخکې د رای ورکوونکو د ثبت پر مرکزونو هم بریدونه شوي، چې د ځینو پړه یې ترهګرې ډلې داعش منلې ده. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د حکومت ضد یاغیانو له خوا پر ټاکنو بریدونه د توغندیو، لاسي بمونو، هوانونو او په لاس جوړو شویو بمونو په واسطه ترسره شوي دي.

ملګرو ملتونو د ګواښونو، پارونو او زورونو یوه کمپاین ته هم اشاره کړې ده چې پکښې تر ټاکنو مخکې د ځينو کسانو برمته کول هم شامل ول. ملګرو ملتونو ویلي دي: «د طالبانو اقداماتو عام افغانان دې ته اړه کړل چې په سیاسي بهیر کې د ګډون خپل حق او خپل امنیت په خطر کې اچولو تر منځ یو انتخاب کړي.»