1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تویتر کي د ډېرو کارځایونو د له منځه وړلو اندېښنه

۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

د رسنیو په حواله د تسلا شرکت رئیس ایلان مسک له خوا د تويتر شرکت تر اخیستلو وروسته په راتلونکو میاشتو کي د ډیرو کارځایونو له منځه وړل تهدیدوي.

https://p.dw.com/p/4IVks
USA Twitter Elon Musk
انځور: Adrien Fillon/ZUMA Press Wire/picture alliance

واشنګټن پوست د اسنادو او مختلفو مصاحبو په حواله رپوټ ورکړی دی چي مسک د اوس تقریباً ۷۵۰۰ کارکوونکو له جملې څخه ۷۵ فیصده یې جوابول غواړي. هغه دغه خبره د تویتر د راتلونکو پانګه اچونکو په مخکي کي کړې ده. 

مسک غواړي تویتر د ۴۴ ميلیارډو ډالرو په مقابل کي واخلي. د تویتر په رانیولو سره د نړۍ دغه ډېر موړ سړی زموږ د کُرې تر ټولو معتبره رسنیز پلاتفورم هم تر لاسه کوي.