1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستکاناډا

په تورنتو کې د ډزو په نتیجه کې مرگ ژوبله اوښتې

۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

د پولیسو په حواله د کاناډا د تورنتو ښار ته نیژدې د ډزو په نتیجه کي شپږ تنه وژل سوي دي. د وژل سوو کسانو په ډله کې په خپله بریدگر هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/4L9DR
Kanada | Schiesserei in Vaughan, Ontario
انځور: Arlyn McAdorey/The Canadian Press via AP/picture alliance

لکه څنګه چي د ځايي پوليسو مشر جیم میک سوین څرگنده کړې، تورن بریدگر له پولیسو سره په نښته کي وژل سوی دی. نوموړی خپل د څرگندونو په دوام وایي چې پر مجموعاً شپږ تنو وژل سوو کسانو سربیره یوه ښځه هم زخمي سوې ده. هغه یوه روغتون ته انتقال سوې او ژوند یې له گواښ سره نه دی مخامخ.

«وحشتناک تصویر»

لکه څنګه چې کاناډایې رسنیو د چارواکو له خولې رپوټ ورکړی، پولیس د ځایي وخت د یکشنبه په ماښام د ډزو له امله د پیښي ځای ته راوغوښتل سول. میک سوین وایي چې پولیس د رارسیدو سره سم له یوه وحشتناک حالت سره مخامخ سول او ډېرو کسانو لا دمخه خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

پولیس اوس ددغي پیښي د علت د پیدا کولو له پاره هلي ځلي کوي. همدارنگه دا پوښتنه هم پلټل کیږي چې آیا د بریدگر او قربانیانو ترمنځ کومه اړیکه موجوده وه او که څنگه.

GP/BS/AG