1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په تهران کې د مغازو او سوداګرۍ مرکزونو پر فعاليت بندیز

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

د ايران د تهران ايالت سيميز حکومت په دغه ایالت کې د مغازو او سوداګرۍ مرکزونو فعاليت ممنوع کړی دی. د تهران د والي دفتر د امر مطابق، يوازې زنځيره يې مغازې او درملتونونه کولای شي خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/3ZrhL
Coronavirus In Iran
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Salemi

د تهران د والي مرستيال، حميدرضا ګودرزی د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۲مه) اعلان وکړ چې په دغه ايالت کې د اکثرو مغازو او سوداګريزو مرکزونو د بندويدو امر شوی چې د تخلف په صورت کې به له متخلف سره قانوني چلند کيږي.

د تهران سيميزه اداره د ممنوعیت دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې په ايران او په ځانګړې توګه په تهران کې د کرونا ويروس خپريدا تر دې حده چټکه شوې چې تقريبا د چارواکو له کنتروله وتلې ده.  د ايران دولتی خبري آژانس ايرنا په حواله، په تهران کې د کرونا ويروس د مخنيوي ادارې ويلي دي چې بايد له تهران څخه بهر د خلکو د وتلو مخه ونيول شی.

د دغې ادارې مشر عليرضا زالي وويل، يوازې په تيرو دوو ورځو کې د تهران روغتيايي مرکزونو ته د مراجعين په شمير کې پنځه سلنه ډيروالی راغلی دی. 

دغه اداره زياتوي چې په تهران کې اوس هم خلک د کرونا ويروس په اړه سپارښتنې او خبرداري دومره جدي نه نيسي او داسې فکر کوي چې کرونا د سينه بغل په څیر يوه ساده ناروغي ده.

د ايران چارواکي خلکو ته په خپلو کورنو کې د پاته کيدو سپارښتنه کوي.

ایران تر چين وروسته د کرونا ويروس تر ټولو ډير مبتلايان لري. د رپوټونو په حواله په افغانستان کې هم کوم کسان چې پر کرونا ويروس مبتلا شوي، له ايران څخه راغلي دي. د يکشنبې ورځې رپوټونو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ويروس ۱۰ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي چې دې سره د ټولو مبتلايانو شمير ۳۴ ته رسيدلي دي.