1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: د اختر په ورځو کي به هم پر تګ راتګ باندي بندیز وي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د ترکیې په لویو او کوچنیو ښارونو کي د کرونا د پاندیمي له کبله په وار وار سره له کوره پر وتلو بندیز لگول کيده. خو تر روژې وروسته د اختر په ورځو کي به هم د دغه هیواد ۸۲ میلیونه اوسیدونکي له دې بندیز څخه اغیزمن وي.

https://p.dw.com/p/3cSun
Türkei Corona-Pandemie | Erdogan
انځور: picture-alliance/AA/M. Kamaci

په اسلام کي د روژې تر مبارکي میاشتي وروسته د کوچني اختر لمانځل د مسلمانو له پاره مهم مذهبي مراسم بلل کیږي. په اسلامي هیوادونو کي له هغه څخه د بیلابیلو میلو په جوړولو سره هرکلی کیږي. خو نه د کرونا د پاندیمي پر وخت. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اختر په ورځو کي پر تګ راتګ باندي د بندیز اعلان کړی. اردوغان په استانبول کي وویل دغه بندیز چې د جمعې په ماښام يعنی د می د ۲۳ می په شپه پیلیږي او د می تر ۲۶ می پوري ادامه پیدا کوي، په ټول هېواد کې پر ۸۲ میلیونو انسانانو باندي تطبیق کیږي.

د کووید ۱۹ پر ضد مبارزه کي ترکیې د اونیو راهیسي د هیواد په لویو ښارونو لکه استانبول، انقره او یا هم نورو ولایتونو کي پر تګ راتګ باندي بندیز وضع کړی دی. اردوغان د اولس څخه غوښتي چي خپل ورځنی ژوند دي د نووو مقرراتو پر اساس چي هغه یې د اجتماعي ژوندانه کنټرولول بولي، عیار کړي. هغه خبرداری ورکړ، که حالات نور هم خراب سي، نو به لاپسي سخت تدابیر وضع کړي.

Türkei Corona-Pandemie | Istanbul
په استانبول کې به هم دغه بندیز عملي شيانځور: picture-alliance/NurPhoto/E. Demirtas

د اردوغان په خبره د استانبول او انقرې په شمول ۱۵ ښارونو کي به د سفر بندیز د ۱۵ نورو ورځو د پاره تمدید سي. په دې ډول به دغو سیمو ته په لومړي سر کي تګ راتګ بند وي.

مکتبونه به په سپټمبر کي پرانیستل سي

د اردوغان په خبره به په ټاکل سوو مسجدونو کي د می میاشتي له ۲۹می څخه د لمونځ کولو اجازه ورکول سي. مکتبونه به، چي د مارچ د ۱۶ مي راهیسي تړل سوي، په سپټمبر کي بیرته پرانیستل سي. اردوغان زیاته کړې، زاړه کسان چی عمرونه یې تر ۶۵ کلنۍ پورته دي او هغه کسان چي تر ۲۰ کلنۍ کم عمرونه لري ، هغوی هم د پخوا په شان په ټاکلو ورځو کي له کوره د وتلو اجازه لري.

په ترکیه کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۱۵۰ زره انسانان د کرونا په ویروس اخته سوي دي او ۴۱۷۱ تنه د کووید ۱۹ د سږو د ناروغۍ له امله مړه سوي دي. خو په تیرو اونیو کي د ورځني مړه سوو کسانو تعداد تر سلو تنو لا لږ ته راکښته سوی دی.

qp/bs (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه: