1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بوسنيا کې د بند پاتې شويو مهاجرود ژوند حال

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

په بوسنيا کې په سلونو بند پاتې شوي مهاجر د کروشيا سرحدي پولیسو له بد چلند څخه شکايت کوي او وايي چې دوی وهي او ټکوي. زموږ همکارې رسنۍ (مهاجر نيوز)، له دغو مهاجرو سره له نژدې ليدلي دي.

https://p.dw.com/p/32kGT
Gewalt gegen Flüchtlinge durch kroatische Grenzpolizei
انځور: Infomigrants/Nasir Ahmadi

هغه مهاجر چې له يونان څخه تر بوسنيا يې ځانونه رسولي دي، اوس د کروېشيا هيواد پولې ته نژدې د «ولیکا کلادوشا» په نوم د بوسنيا د يوه سرحدي ښار اړوند سيمه کې ميشت دي. په دغه ځای کې د مهاجرو يو کمپ شتون لري چې په کې له پلاستيکو او ټوکرانو جوړې خيمې درول شوي دي. په دغه کمپ کې شاوخوا ۵۰۰ مهاجر ژوند کوي. له دوی څخه ډیری يې د افغانستان، ايران، پاکستان، سوريې، عراق، مراکش او الجزاير هيوادونو دي. دوی دلته په دې تمه پراته دي چې یوه ورځ له سرحده هاخوا کروېشيا هيواد ته واوړي او بيا له هغه ځایه د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو ته ځانونه ورسوي، خو دغه کار ډیر ساده او اسانه نه دی.

د مهاجرو له ډلې څخه يوه افغان ميرمن په دې شرط چې نوم او څيره يې ونه ښودل شي، مرکې ته حاضريږي. دغه ميرمن هم د خپلو ماشومانو سره د کمپ په يوه خيمه کې ژوند کوي. هغه د کمپ له سختو شرایطو څخه شکايت کوي: «تاسو وګورئ، مونږ دلته په څه حال کې ژوند کوو. هر لور ته کثافات پراته دي. تشنابونه په ډير بد وضعيت کې دي. مونږ دلته په ډير بد حال کې ژوند تيروو. په اروپا کې څوک په نغرۍ باندې ديګی کوي؟! خو مونږ دغه کار کوو، ځکه بله چاره نه لرو. درې کاله شول چې ماشومانو مې ښوونځي ته له تلو پاتې دي. چيرته دي د بشر حقونه؟»

په دغه کمپ کې ميشت مهاجر وايي چې د کروشيا سرحدي ځواکونه له دوی سره ډير «بد» چلند کوي. اکثرو مهاجرو په کراتو هڅې کړي تر څو پر غيرقانوني لارو د کروېشيا له سرحده واوړي خو په دغه کار نه دي بريالي شوي. له دوی څخه ځينې يې ادعا کوي چې د سرحدي پوليسو لخوا تر نيول کيدو وروسته سخت وهل شوي او بيا يې بيرته بوسنيا لور ته شړلي دي. دوی دغه راز وايي چې کروشيایي ځواکونو ورڅخه پيسې او تيلفونونه هم اخيستي دي.

Gewalt gegen Flüchtlinge durch kroatische Grenzpolizei
يو افغانه ښځه په کمپ کې د پخلي پر وختانځور: Infomigrants/Nasir Ahmadi

د بوسنيا کمپونو په خيمو کې ميشت يو شمير مهاجرو حتې کروشيا کې د پناه غوښتنې کړي، خو په ظاهره کې دغه هيواد دوی د مهاجرو په توګه نه دي راجستر کړي او سمدلاسه يې بيرته اخراج کړي دي.

افغان مهاجر عبدالعزيز، مهاجر نيوز ته وويل: «نژدې پنځه کاله کيږي چې له افغانستانه وتلی یم. دوې درې مياشتې کيږي چې دلته اوسیږم. دلته وضعيت ډير خراب دی. نه خواړه شته او نه هم اوبه.»

عبدالعزیز د خپلو خبرو په دوام زياتوي: «کله چې کروېشيا ته دننه کيږو هغوی راته پناه نه راکوي، هغوی مهاجر وهي ټکوي او تيلفونونه ورڅخه اخلي.»

يو بل افغان پناه غوښتونکی بشیر وايي چې کروېشيايي عسکرو دی او ملګري يې په کوتکونو سخت وهلي دي: « سپرې به ېې راباندې وشيندلې، بيا به يې يو کس په درو کسانو ونيوه او په ډنډو باندې به يې واهه. زما درې ملګري چې ښار ته تللي او يو يې دلته دی هم وهل شوی او زه يې په ملا وهلی یم.»

ايرانی پناه غوښتونکی میلاد کامګار چې درې کاله مخکې د بېکارۍ له وجې د ايران څخه بوسنيا ته راغلی، هم ورته شکایتونه لري: « درې ځله مې هڅه کړې چې کروشيا ته دننه شم. په لمړي ځل يې راڅخه تيلفون واخیست. په دوهم ځل يې هغه مات کړ. کله يې چې موږ له ګاډي کوز کړلو او غوښتل يې چې اخراج مو کړي، په لرګيو او کوتکونو ېې ووهلو. ټول ځان مې ځب ځب دی.» دغه ایرانی پناه غوښتونکی زیاتوي: « زمونږ سترګو ته یې د مرچکو سپرې وشيندلې، مونږ نه شو کولای نفس وباسو او څه مو لیدلای هم نه شول.»

Gewalt gegen Flüchtlinge durch kroatische Grenzpolizei
په بوسنيا کې راګير شوي مهاجر د کمپ له سختو شرایطو څخه شکايت کويانځور: Infomigrants/N. Ahmadi

د کروېشيا پوليسو تر اوسه پورې د مهاجرو له خوا پر هغوی د لګول شويو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.

مهاجر نيوز په بوسنیا کې د مهاجرت نړېوالې ادرې د دفتر له قوله ليکي چې دغې ادارې د مهاجرو دغه ادعاوې اوريدلي خو هغه نه تائيدوي او نه يې هم ردوي. خو دغه سازمان ويلي دي چې پوليس او سرتيري حق نه لري مهاجرو سره دا ډول بد چلند وکړي.

د بالکان لارې چې له يونان څخه ورباندې مهاجرو ځانونه اروپا ته رسول، د ۲۰۱۶م کال په لمړيو کې وتړل شوې او دې سره ګڼ شمير مهاجر پر دغو لارو بند پاتې شول. خو اوس دوی يوه بله نوې لاره کشف کړې ده، دوی له يونان څخه لمړی البانيا بيا مونتي نګرو او ورپسې بوسنيا ته رسوي. دوی له دغه ځايه غواړي اروپايي اتحاديې ته دننه شي.

د موجوده ارقامو پر اساس، د روان کال له پيل راهيسې لږ تر لږه ۸۰۰۰ مهاجرو په بوسنيا کې ځانونه راجستر کړي دي. که څه هم بوسنيا د مهاجرو له پاره څو کمپونه جوړ کړي دي خو دغه کمپونه د رسيدلو مهاجرو وړتيا نه لري. له همدې امله د بوسنيا په يو شمیر سيمو کې مهاجرو ځانته خيمې درولي او آن د واټونو پر سر بيده کيږي.

نویسنده: مهاجر نیوز/ ناصر احمدی/ م ک ص

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: