1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيافریقا

په بورکینافاسو کي ۲۸ کسان وژل سوي دي

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د بورکینافاسو په ختيځ کي د مسئولو چارواکو په حواله پر یوه اقلیت باندي په حمله کي ۲۸ کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4LgX8
Burkina Faso | Armee Putschisten Traore
انځور: Kilaye Bationo/AP/dpa/picture alliance

د لوېديځي افریقا د دغه هیواد حکومت نن سه شنبه ویلي دي چي دغه حمله تیره جمعې ورځ د فوبله د اقلیت پرضد تر سره سوې ده. په خبره یې د دغي واقعې تحقیقات روان دي. 

بورکینافاسو، چي تقریباً ۲۱ ميلیونه نفوس لري، د طلا پر ډیرو ذخایرو سربیره د نړۍ د غریبو هیوادونو په جمله کي راځي، وسله واله ګروپونه پکښي فعاله دي او په تکرار سره پکښي کودتاوي رامنځته کیږي.