1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکيان وژل شوي

۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبه

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکيان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. ځایي خلک ادعا کوي چې دوی په هوايي بمبارد کې وژل شوي خو په بلخ کې د پوځ يو وياند وايي چې په ياده سيمه کې بمبارد نه دی شوي.

https://p.dw.com/p/3WpYV
Karte Afghanistan Provinz Balkh Deutsch
انځور: DW

په بلخ ولايت کې آزاد خبريال جاويد واک دويچه ويله ته د سيمې د اوسیدونکو له قوله وويل چې دغه پيښه د بلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې د هوايي بريد په پايله کې رامنځ ته شوې ده. واک وويل: «په دغه بريد کې ۷ ملکيان وژل شوي چې څلور يې ښځې او درې يې ماشومان دي.»

د واک په وينا نن سهار د سيمې په لسونو اوسيدونکي د وژل شوو ملکيانو له جسدونو سره د بلخ ولسوالۍ دفتر مخ ته راټول شوي ول او د اعتراض غږونه يې پورته کړل. د هغه په وينا خلکو له حکومته غوښتل تر څو د پوځي عملياتو پر مهال د ملکيانو ژوند ته ډير پام وکړي. په ټولنيزې رسنۍ فيسبوک هم د دغې پيښې انځورونه خپاره شوي دي.

د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد هم پيښه تائيدوي خو وايي سربيره پر دې چې سيمې ته د خلکو استازي ورغلي خو لا هم په دقيقه توګه د پيښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه لري. خو هغه د ورکړل شوو تلفاتو ارقام مني او زياتوي د وژل شوو سربيره، دوه تنه نور ملکيان ټپيان شوي هم دي.

حديد وويل: «په دقيقه توګه نه شم ويلی چې دغه کار سل په سلو کې د امنيتي ځواکونو له خوا شوی دی خو رد کوم يې هم نه.»

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، دغه پيښه پرون ماښام شپږ بجې رامنځ ته شوې ده. د قول اردو وياند حنيف رضايي دويچه ويله ته وويل پرون افغان امنيتي ځواکونو د بلخ ولسوالۍ په بوکه سيمه کې چاڼيز عمليات درلودل خو هوايي بمبارد نه دی شوي.  

رضايي وويل: «زموږ تحقيقاتي ډله سيمې ته استول شوې ده، ۹۰ په سلو کې د دې احتمال شته چې دغه غميزه د طالبانو له خوا د ايښودلي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوي وي.»

افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی د ملکيانو لوړ تلفات لري. د رپوټونو له مخې، دغه ملکيان تر ډيره د افغان او نړيوالو ځواکونو د هوايي بمباريو او د طالبانو او نورو حکومت ضد وسله والو ډلو په بريدونو او د هغوی له خوا د ځاي پر ځای کړل شوو ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي. په وروستيو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکيانو د لوړو تلفاتو په اړه انديښنه ښکاره کړې وه.

م.ک.ص/ن.ص