1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي د نقاشۍ هنر له رکود سره مخامخ دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د جمعې په ورځ په نیویارک کې یوه نقاشي په ۱۲۰ میلیونه ډالرو وپلورله شوه، خو د بلخ په ولایت کې نقاشان وایي چې دوی نه شي کولای د نقاشي له لارې خپل ورځینې لگښتونه پوره کړي له همدې کبله نو د دې هنر پریښودو ته اړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/14qaI
انځور: DW

د بلخ د کبله هنر په نوم د یوې فرهنګی ټولنې مسئول محمد صابر نقش بندي، د بلخ د تکړه او مشهورو انځورګرانو څخه دئ. هغه وایي چې د دغه هنر د ژوندي پاته کیدو له پاره د دولت جدي ملاتړ ته اړیتا لري:

«د نقاشي، خطاطي او په ټولیز ډول د هنر وضعیت د قناعت وړ نه دئ. ډیر شمیر د هنر خاوندان او انځوګران په دې برخه کې خپلې هڅې کوي او زیار باسي خو که چیري دغه هڅې او زحمت ۵۰ سلنه د دولت ملاتړ له ځان سره ولري پایلې به ئې ښي وي. له بده مرغه تر اوسه دولت په دې برخه کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.»
 
ښاغلی نقش بندي زیاتوي چې که چیرې دولت د انځورګرو تابلوګانو ته بازارونه ومومي، نړیوالو بازارونو ته ئې ولیږدوي او ملاتړ ئې وکړي نو د افغانستان د انځورګرو دغه هنر به په نړۍ کې خاص ځای پیدا کړي.

د بلخ په ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ نقاشان ژوند کوي چې ډیر شمیر ئې اوس په نورو کارونو بوخت دي.
د بلخ په ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ نقاشان ژوند کوي چې ډیر شمیر ئې اوس په نورو کارونو بوخت دي.انځور: DW

په مزارشریف کې څه د پاسه ۲۰۰ نقاشان ژوند کوي. خو دا چې تابلوګانې ئې بازار نه لري له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه نه شي تر لاسه کولای.

روح الله امیني هم د مزارشریف په ښار کې یو نقاش دئ. هغه د بلخ د طب پوهنځي تر څنګ د لوحو لیکلو دوکان لري. هغه وایي: «د نقاشي له لارې روزګار پرمخ نه ځي. نه څوک تابلو اخلي، نه فرمایش شته او نه هم د دولت او بهرنیو مؤسسو ملاتړ. ما ته پخپله پر تابلو د کارکولو لیواتیا نه ده راپاتې. هغه څه چی د انسان ژوند تضمین نه کړي او کومه ګټه و نه لري، سړې ئې پریښودو ته مجبوریږي.»
 
له بلې خوا د بلخ د کبله هنر د ټولنې مسئول صابر نقش بندي، وایي چې د نقاشانو، خطاطانو، شاعرانو او سینما ګرانو یو گډ انجمن چې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې یوازې په نامه موجود وو اوس هغه هم له منځله تللی دئ او پر ځای ئې «نګارستان» رامنځ ته شوی دئ. نقش بندي وایي چې نگارستان هم تر اوسه پورې کوم کار نه دئ تر سره کړی.
 
د نقش بندي په خبره د نقاشی او خطاطي د هنر د ودی له پاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ځینې وړاندیزونه شوي دي چې د هغه په خبره هیڅ کله هم ورباندې عمل نه دئ شوی:

نقاشان وایي چې نقاشۍ په افغانستان بازار نه لري او له دولت څخه په دې برخه کې مرسته غواړي.
نقاشان وایي چې نقاشۍ په افغانستان بازار نه لري او له دولت څخه په دې برخه کې مرسته غواړي.انځور: DW

عبدالحمید صافی
کتونکی: مسعود جهش